<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-04-29 18:31:03    
مونږ او اوريدونکي

cri

مېرمن وي– قدرمنو اورېدونكو يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي او ستاسې د ليكونو پروګرام وخت دى، پروګرام ته مو په مينه هركلى كوو، زه وي وي او زما همكار امان الله عمران ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، پوهېږم چې تاسې به په انتظار د خپلو ليكونو اورېدو ته ناست وئ، نو مايكروفون به خپل همكار عمران ته پرېږدم چې د پروګرام لومړى ليك راواخلي او ويې لولي، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته دپروګرام تر پايه راسره پاتې شئ، ښه نو عمران صاحب خبرې ډېرې نه اوږدوو او په ليكونو به پيل وكړو، كه څنګه؟

عمران – هو، سمه ده مېرمن وي، زه هم همدا وايم... نو لومړى به دغه دوه ليكونه راواخلم چې په پاكستان كې د مانسهرې د اچړيان له حاجي آباد څخه شېر محمد وفا را استولي دي، لومړى يې د سي آر آى پښتو خپرونې كاركوونكو ته سلامونه ويلي او بيا ليكي چې ستاسې پروګرامونه ډېر په شوق او مينه سره اورم، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي، تبصره او د سپورټ نړۍ ډېر په زړه پورې دي. دغه اورېدونكى وايي له ماسره ملګري هر يو اكبر جان مخلص، مامور خاكسار، قومندان درويش، مجنون خان عاشق او داسې نور هم ټول ستاسې پروګرامونه په ډېر شوق سره اوري، خو يوه ګيله يې كړې او وايي: دا زما لسم ليك دى چې درلېږم يې او يوازې يو ليك مې خپور شوى دى. نوموړى هيله كوي چې د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت نور هم زيات شي. دغه اورېدونكي زرينې خبرې هم را استولې او وايي: پوهه له مال څخه غوره ده، ځكه پوهه په مصرفولو زياتېږي او مال پرې كمېږي، پوهه له مال څخه ښه ده ځكه چې پوهه ستا ساتنه كوي خو د مال ساتنه پر تا ده. ښاغلي وفا د احمد شا بابا له ديوان نه د وطن ياد اوږد شعر هم را استولى خو د لوستلو لپاره به يې دومره وخت ونه لرو، او د يوې پوښتنې په اړه يې چې د چين تاريخي دېوال څومره پخوا او د كوم پاچا په وخت كې جوړ شوى دى؟ كه څه هم موږ په دې اړه په دې وروستيو كې يو ځانګړى پروګرام خپور كړى خو بيا به هم په لنډه دغه اورېدونكي ته د هغه د پوښتنې ځواب ووايوو، كه څنګه مېرمن وي ؟

مېرمن وي – هو، مهرباني وكړئ!

عمران – د چين لوى دېوال د نړى له سترو او شهكارو پروژو څخه شمېرل كېږي چې د تاريخي سندونو له مخې يې د جوړولو كار څه د پاسه دوه زره او اوه سوه كاله د مخه له ميلاد نه وړاندې په اوومه پېړى كې پيل شوى دى او په وار سره څه د پاسه شلو كوچينيو ملكونو او فيوډالي شاهي دولتونو يې په جوړولو كې برخه اخيستې ده. لومړی د څوو په نامه يو وړوکي ملک خپلو خاورو ته په شمال کې د صحرامېشتو يا کوچيانو او دښمنانو د ننوتلو د مخنيوي لپاره د يو غټ دېوال په جوړولو پيل وکړ. ورپسې د چي، يان، وۍ، جاو او چين په شمول وړوکوملکونو هم د څوو ملک په شان د خپلو غټو ديوالونو په جوړولو پيل وکړ. وروسته له هغه چې د چين په نامه يو غښتلی هېواد نور شپږ کوچيني ملکونه راغونډ کړل، د چين لومړني امپراطور چې چين شه هوانګ نومېده، د خپل مشهور جنرال مونګ تيان په مشرۍ د يولښکرپه لېږلو سره د هېواد په شمال کې پر هيونيانو بريد وکړ او بری يې وموند، په دې توګه دغه امپراطور د پخوانيو کوچينيو ملکونو لخوا جوړشوي ديوالونه سره ونښلول چې اوږدوالی يې پنځو زرو کيلومترو ته رسېږي او په لوېديځ کې له لين ياو څخه په ختيځ کې د لياو نينګ تر ولايت پورې اوږد غځيدلی دی . دا شو د اورېدونكي شېر محمد وفا ليك، نو اوس مېرمن وي ستا وار دى چې د يو بل اورېدونكي ليك راواخلې!

مېرمن وي – هو، زه به په خپل وار د اورېدونكي محمد عثمان مردانوي دغه ليك راواخلم چې د پاكستان له مردان څخه يې را استولى دى، ښاغلى مردانوي زموږ همېشنى اورېدونكى او ملګرى دى، په خپل ليك كې چې په انګريزى يې ليكلى وايي: زه او زما نور ملګري هر وخت د سي آر آى پرګرامونه اورو، طبيعي خبره ده چې سي آر آى په ګرده نړۍ كې خپلو اورېدونكو ته غوره معلوماتي پروګرامونه وړاندې كوي. نوموړى زياتوى او وايي: سي آر آى د چينايي وګړو د ژوند هر اړخ پوښي، د نولس سوه نويم كال په اكتوبر كې مې بېجېنګ راډيو ته ليك واستوو او د همدغه كال په همدې مياشت كې مې د خپل ليك ځواب تر لاسه كړ، او دغه ليك مې په خپله ټولګه كې ساتلى دى. ښاغلى مردانوي وايي: په دې ډول زه كولى شم ووايم چې د سي آر آى تر ټولو پخوانى همېشنى اورېدونكى يم، او په دې توګه هيلمن يم چې سي آر آى په راتلونكي كې خپل پروګرامونه نور هم ښه او پرمختللي كړي.

عمران – مېرمن وي دغه راز د پاكستان صوبه سرحدله كوهاټ څخه د آريانا ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي له خوا درې ليكونه را رسېدلي او لكه د عادت په شان يې د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكو ته سلامونه ليكلي، بيا يې ويلي چې پروګرامونه مو تل په شوق او ذوق سره اورو او ورسره د انټرنټ پاڼه هم له خپل وس سره سم ګورو، پروګرامونه مو ډېر ښكلي او په زړه پورې دي، نوموړي د راډيو كاركوونكو او اورېدونكو ته د پسرلي او نوي كال د رادبره كېدو مباركي هم ويلې ده. ښاغلى حنيفي زياتوي چې د شپې پروګرامونه مو ډېر صفا او ښه اورو خو د سهار پروګرامونو په اورېدو كې له ستونزو سره مخامخ كېږو او كله ناكله هېڅ نه اورېدل كېږي، ښاغلي حنيفي په پاى كې د مطبوعاتو د ور استولو غوښتنه هم كړې ده.

مېرمن وي – دغه ليك اورېدونكي طارق الله همدرد او ورسره ملګرو يې را لېږلى، په پيل كې يې سلامونه ويلي او بيا ليكي چې له موږ څخه د پوستې واله د پاكټ په درلېږلو دېرش روپۍ اخلي، د دې لامل څرګند كړئ، پخوا به يې له موږ څخه روپۍ نه اخيستې خو اوس له موږ نه روپۍ اخلي. ښاغلى همدرد غوښتنه كوي چې د سي آر آى پښتو خپرونې اورېدونكي نور هم زياتېږي نو د ليكونو د خپرولو لپاره پروګرام په اونۍ كې دوه ځله خپور كړئ.

عمران – مېرمن وي د همدغه اورېدونكي ملګري محمد عارف عرفان هم دوه ليكونه را استولى، له سلامونو او نيكو هيلو وروسته د مخكيني اورېدونكي پر خلاف يې بيا د شپې خپرونې له نه اورېدو شكايت كړى او غوښتنه يې كړې چې د اورېدو څپې يې سمې شي، په پاى كې يې د چين د لوى دېوال د عكسونو او له سپوږمۍ څخه يې د يوې ښكلې سندرې خپرولو غوښتنه هم كړې ده.

مېرمن وي – د پاكستان په صوبه سرحد كې له مانسهرې څخه د نثار احمد احمدي له خوا پنځه ليكونه را رسېدلي او وايي: زه د صوبه سرحد كلب مشر او په افغانستان كې د ننګرهار ولايت د بهسودو يم چې اوس د مانسهرې د حاجي آباد د افغاني كډوالو په دريم شمېره كمپ كې ژوند كوم. دى وايي: زما د كلب د غړيو شمېر پنځوس كسانو ته رسېدلى او هڅه به وكړم چې تر ټولو كلبونو زيات غړي ولرم، نثار احمد هم پر پوسته د ليك استولو په اړه د ستونزې يادونه كړې چې د دوى له خوا لېږل شوي ليكونه بېرته ورګرځي او د ټكټ لګولو غوښتنه ترې كوي، دغه اورېدونكي په پاى كې د سپوږمۍ او عمران د عكسونو ورلېږلو او غوښتنه هم كړې ده.

عمران - ښه نو مېرمن وي، د پروګرام وروستۍ شېبې رارسېدلې دي، نو موږ دې ته اړ يو چې پروګرام رالنډ كړو او د هغو اورېدونكو د نومونو له يادونې مخكې چې ليكونه يې را استولي آيا د پروګرام له پاره دې كومه ښكلې سندره غوره كړې، اورېدونكي دې خبر وي چې له دې وروسته به د پروګرام په پاى كې يوه سندره خپروو، نو څنګه مېرمن وي؟

مېرمن وي – هو د پرګرام لپاره مې د ناشناس د (ورو ورو ځه زما دلبره) سندره غوره كړې هيله ده چې د اروېدونكو هم خوښه شي.

عمران - ډېر ښه مېرمن وي (ورو ورو ځه زما دلبره) په رښتيا هم د ناشناس ښكلې سندره ده، د دغې سندرې د موسيقۍ له پيل سره به د يو شمېر اورېدونكو نومونه واخلو چې ليكونه يې را استولي خو د پروګرام وخت په پاى ته ورسېدو مو ونه شو كړى چې بشپړ يې خپاره كړو، دغه اورېدونكي د صوبه سرحد د ګهمكول درين شمېره كمپ څخه محمد اقبال بشر دوست اريوبي، د صوبه سرحد له مانسهرې څخه قاري محراب الدين او ملګرو يې، د صوبه سرحد په كوهاټ كې له ګهمكول دويم شمېره كمپ څخه سيد فضل الباري هاشمي، ذبيح الله، نصر الله امين زى، حمد الله او فضل غني، د صوبه سرحد كلب غړي داد محمد وفا دوه ليكونه ، د صوبه سرحد د مانسهرې د افغان مهاجرينو له كمپ څخه اظهار الحق رحيمي او خادم الحق دراني او له همدغه ځاى څخه عبد الكبير او ورور يې عبيد الله صديق پنځه ليكونه او دغه راز له همدغه ځاى څخه يو بل اورېدونكي اصيل محمد صديق درې ليكونه را استولي دي.

درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پروګرام په همدې ځاى پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د ايمېل له لارې زموږ سره تماس ونيسئ . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې شنبې پورې مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.