د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان د کندهار والی اسدالله حليد د اپريل په ٢٩ نيټه خبريالانو ته وويل ، د افغانستان ملی اردو او پوليسو په همدی ورځ د ګډو نړيوالو ځواکونو په همکاری د کندهار ولايت په ځينو سيمو کی د وسله والو طالبانو پر ضد په ليو تصفيوی عملياتو لاس پوری کړ چی له امله يی ٩ تنه طالبان ووژل او نور ١٢ تنه ټپيان شول . دغه راز په دی ترڅ کی د ملی اردو يو سرتيری او دوه پوليسان هم ټپيان شوی دي .
د والی حليد په وينا به په دغه ولايت کی تصفيوی عمليات دوام ولری .