د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : په افغانستان کې د امريکی پوځ د می په لومړی نېټه وويل ايتلافی ځواکونو د اپريل په دېرشمه نېټه د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په سيمه کې د ګزمی په مهال له وسله والو عناصرو سره ونښتل چې پر ايتلافی ځواکونو يی د بريدونو نيت درلود . په دغه نښته کې پنځلسو او شلو تنو په شاو خوا کې وسله وال عناصر ووژل شول ، خو د ايتلافی ځواکونو تر منځ هيڅ مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوی .
د ځايي پوليسو په خبره د مي په لومړی نېټه د افغانستان جنوب د اوروزګان په ولايت کې يو شکمن اور پکې د ايتلافي ځواکونو پر يو کاروان د ځان وژنې بمی بريد وکړ چې له امله يی يو سرتيری او يو عادی وګړی ټپيان شول .