
پرون د می لومړۍ ورځ د زحمتکښو خلکو نړيواله ورځ وه . له ١٩٩٩ کال څخه را په دی خوا ددې نړيوال جشن په موده کې ډير چينايان يا بهر ته سفر او يا په کور کې تفريح کوی ، د سيلانيانو چارو چټک پرمختګ د هيواد د اقتصاد د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبوي . دلته زه تاسي اوريدونکو ته د جشن مبارکې وايم او هيله لرم چې تاسی په خپلو کارونو او ژوند کې خوشحاله اوسی .
د ښځې او ټولنې په نننې پروګرام کې به تاسو ته د چين د يوې ټکسی چلونکې ښځې جينګ شياو لان په اړه معلومات وړاندی کړم .
جينګ شياو لان چې سږ کال څلور څلويښت کلنه ده ، د چين په جنوب د هو نان په ولايت کې زېږېدلې او د نان نينګ په ښار کې د ټکسی موټر د چلولو ديارلس کلنه تجربه لری . له دې نه مخکې هغې د ډول ډول کارونه تر سره کړی چه له امله يي د ژوند بېلا بېل کړاوونه او ستونزې هم ګاللی دي . هغې وويل : هر څوک به په خپل ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ وی او مونږ بايد تر ممکنه حده پوری د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړو . اوس زما ژوند ښه شويدی ، نو فکر کوم چه بايد له لا زياتو خلکو سره د مرستې لپاره کوښښ وکړم .
اغلی جينګ خبريال ته وويل : د دې مور يوه غوره بېلګېزه کارکوونکې وه ، خو له بده مرغه په کارونو کې يی يوه سترګه له لاسه ورکړه . نو له دې امله اغلی جينګ له معيوبينو سره ژور خواخوږی لری . له ١٩٩٦ کال څخه يی د سپين ږيرو ، سپين سرو ، ناروغانو او معيوبينو لپاره وړيا خدمتونه کړی . په لومړيو وختونو کې يو شمېر کسانو د دې وړيا عمل ندی درک کړی ، حتې يو شمېر معيوبينو پر دې
اعتبار و نه کړ . ددوي د شکونو د له منځه وړلو لپاره جينګ شياو لان په خپل موټر باندي يو کاغذ نصب کړي چه ورباندي ليکل شوي دا د لۍ فون ټکسي ده ، د ياودنې وړ خبره دا ده چه لی فون يو عسکر و او په يوه ناڅاپې پيښه کې له دنيا څخه لاړ ، څرنګه چه د عسکري خدمت په موده کې يي د خلکو لپاره ډير ښه ښه کارونه تر سره کړي وو ، نو د چين فقيد مشر ماو د ټولو هيوادوالو څخه دده د نورو خلکو لپاره د وړيا خدمتونو د تر سره کولو د روحيې د زده کړې غوښتنه وکړه . له همغه وخت څخه د جينګ شياو لان موټر د ګوانګ شي د جوان قوم په خپلواکه سيمه کې د لې فنګ په نامه ټکسي موټر په نامه ونومول شو . خو د ځينو کسانو په أند جينګ شياو لان د نورو د توجه او پام راجلبولو نيت درلود او غوښتنه يي ترې وکړه چې ولی ستا په موټر کې دغه نښه نصبه شوه ؟ ښايي چه د نورو د توجه او پام د راجلبولو موخه ولری يا لا زيات سپرلي راجلبوي ؟ جينګ شياو لان دوي ت
ه غوڅ ځواب ورکړ چې زه يوازی غواړم چې له لا زياتو بي وزلو خلکو سره لا زياتی مرسته وکړم . زما په نظر هغه وخت چې له نورو کسانو سره مرسته کوم ، زړه مې له خوشحاليو څخه ډک وي او دغه خوشحالۍ په پيسو نشي اخيستی .
که څه هم أغلي جينګ د يو شمېر کسانو باور ندی تر لاسه کړی ، خو لا هم يي له نورو کسانو سره خپلې وړيا مرستې ته دوام ورکړ او تر اوسه پوري هغه کسان چه ددې مرسته يي تر لاسه کړيده ، بي شميره دی . په تېرو ديارلسو کلونو کې د هغو شيانو ارزښت چه د سپوليو لخوا په ټکسي کې د بي پروايي له امله پاتي شول بيرته خاوند ته ورکړل شوي ، څه دپاسه نوی زرو يوانو ته ورسيدل . نو له دی امله جينګ شياو لان په تېرو څو کلونو کی د نان نينګ ښاروالي او ترانسپورتی
څانګو له خوا بېلا بېل وياړلي نومونه اخيستی او د نان نينګ د ټکسی د بيلګېزې
موټر چلونکې په توګه ټاکل شوي ده .
د جينګ شياو لان د غوره خدمتونو په اثر د ټکسی نور زيات چلونکي هم ددې په شان له بي وزلو خلکو سره د مرستې لاسونه اوږدوي . په ٢٠٠٢ کال کې د نان نينګ په ښار کې په شلو ټکسي موټرونو باندي د لی فون موټر په نامه نښې نصبې شويدي .
ګرانو اوريدونکو ، د ښځې او ټولنې نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد . ستاسو د نيکمرغۍ او خوشحالې په هيله .