د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د مي په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې پاکستان ، امريکا او افغانستان په همدی ورځ د پاکستان د شمال ختيځ سرحدی ولايت په يوه نظامی اډه کې ګډ نظامي تمرين تر سره کوی .
هغه وويل : دغه تمرين په عمده توګه د دغه ولايت د چراټ په نامه غرنی سيمه کې تر سره کېږی او څه دپاسه زره تنه عسکر ګډون پکی کوی . دغه تمرين به لس ورځی دوام ومومی چې هدف يی د طالبانو د وسلوالو قواوو د نړيوالو کړو وړو په ضد د نوموړو دريو خواوو ترمنځ همکاری پياوړی کول دی .
دغه تمرين د دغو دريو خواوو ترمنځ لومړنی تمرين دی .