د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د می په دريمه نېټه د هندی پوليسو په وينا د روانې مياشتې د دوهمې نېټې په شپه د هندی کشمير په يوه کلي کې د ډزو يوه نښته وشوه چې له امله يی دری تنه وسله وال کسان او نور دوه هندی امنيتی ساتونکي وژل شويدي. د هند د اسيايی خبری اژانس د خبر له مخې، دغه نښته په هغه کلي کې پېښه شوه چې د هندی کشمير له مرکز سريناګر څخه په ديرش کيلو مترۍ کې پروت دی. هندی پوليسو وويل چې په دغه نښته کې ډزو ټوله شپه دوام درلود او يوه ودانۍ ورانه شوې ده.
|