<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-04 19:15:24    
په چين کی د ملی لږکيو د تاريخی اثارو د ساتنې حالت

cri

څلويښت کلن ښاغلی وو وی فنګ د چين د جنوب لوېدېځ د ګوانګ شی د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې د موزيم د مشر مرستيال دی . هغه د جوانګ قوم له ١٥ مليونو وطن والو څخه يو دی او ټاټوبی يی د دغې سيمې د دوو ان ولسوالی دی . د خپل قوم د يادونې په ترڅ کی ښاغلی وو په خوشحالۍ سره زمونږ خبريال ته وويل چه زمونږ قوم زيات ځانګړی اثار لری لکه د جوانګ قوم ځانګړی ورېښمينه پار چه ولسی سندرې او ميسی ډول . د ده په قول د جوانګ قوم تاريخ او کلتور د همداسی اثارو له لاری نسل په نسل ساتل شوی دی .

هغه ځانګړی وريښمينه پار چه جوانګ جين نوميږی د وريښمينو تارونو او سپمسيو څخه جوړيږی او د جوانګ قوم خلکو په ژوند کی ډير زيات ليدل کيږی . ښاغلی وو وايی :

د جوانګ قوم په سيمه کی د دغو پارچو اودلو چارې خلکو ته زياتې ګټې رسوی . برسيره پردی جوانګ جين هم د جوانګ قوم د خلکو د نيکمرغې هېلې څرګندوی .

په حقيقت کی دوه زده کاله دمخه د جوانګ قوم خلکو د دغو پارچو اودلو مهارت په لاس کی درلود

. اوس د دغه ځانګړی مهارت د ساتنې لپاره ځايی حکومت زياتې مرستې او اساتياوې برابرې کړی دی . په دی وروستيو کلونو کی جوانګ جين د محترامو چينی او بهرنيو مېلمنو لپاره د خوشحالۍ وړ تحفه ګرځيدلی ده .

په ٢٠٠٤ کال کی د ګوانګ شی د جوانګ قوم په خپواکه سيمه کی يو قومی موزيم جوړ شوی دی چه عمده هدف يی د ملی لږکيو د تاريخی اثارو راټولول او ساتل دی. اوس په دغه موزيم کی د چين د ملی لږکيو څه دپاسه لس زره تاريخی اثار ساتل او ايښودل شويدی . همدا شان د چين د ملی لږکيو په سيمو کی زيات همدغسی موزيمونه جوړ شوی دی . دغه راز په بيجينګ کی د دولت په کچه د ملی لږکيو د کلتور موزيم شته دی چه د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کی جوړ شوی او پکی د ملی لږکيو څه دپاسه پنځوس زره تاريخی اثار ساتل شوی .

په دی ساحه کی د موزيمونو د جوړولو نه پرته اوس د چين په ځينو ځايونو کی ملی ځانګړتياو لرونکی سيمې ټولې ساتل شوی دی چه دی ته هم د اکولوژيکی موزيم ويل کيږی . اته کاله دمخه په چين کی لومړنی داسی موزيم جوړ شوی و چه د چين د جنوب لوېديځ د ګوی جو ولايت په سوګا سيمه کی پروت دی . د سوګا اکولوژيکی موزيم د ١٢ ملی لږکيو له کليو څخه جوړ شوی او پراخوالی يی ١٢٠ مربع کيلومترو ته رسيږی . د دغه موزيم مشر ښاغلی موهوی شيو زمونږ خبريال ته وويل :

زمونږ په سيمه کی غرونه زيات دی او جګوالی يی له ١٤٠٠ مترو څخه تر ٢٠٠٠ مترو پوری دی . په اوږده موده کی له بهر سره د دغې سيمې د اوسيدونکو اړيکې کمې دی نو د دوی ځانګړی دودونه ښه ساتل شوی دی .

اوس په چين کی د دغسی اکولوژيکی موزيمونو شمير له شلو څخه اوښتی دی چه په

عمده توګه په ګوی جو ، يون نان ، ګوانګ شی او داخلی مغوليستان کی پراته دی .

برسيره پردی د ملی لږکيو د تاريخ او کلتور د ښه ساتلو لپاره د قومی موزيمونو په اړه يوه ځانګړی کميټه جوړه شوی ده . د دغې کميټې د سرمنشی مرستيال ښاغلی لی شيو ليانګ زمونږ خبريال ته وويل :

زمونږ د کميټې عمده هدف د ملی لږکيو د ښه اوغوره کلتوری اثارو ساتل ، څارل او ښودل دی . د مختلفو ملی موزيمونو ترمنځ د تجربو تبادلې هم زمونږ کار ګڼل کيږی . مونږ هم کله کله د علمی تګ راتګ ترسره کولو لپاره ډول ډول فعاليتونه ترسره کوو . اوس مونږ د ځانګړو سيمينارونو د جوړولو پلان په چمتو کولو بوخت يو .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده او ستاسی د غوږ نيولو څخه مننه کوو !