د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د کرنې وزارت د انټرنيټ شبکی د مې د پنځمې نيټې د خبر له مخې، له څو مياشتو راهيسی د چين د چينګ های ولايت د يو شو په ولسوالی کی د مرغانو رامنځته شوی انفلونزا تر جدی څارنې او کنترول لاندی ده او دغه سيمه په جدی توګه د مکروب وژنی تدبيرونه نيولی دی.
د معلوماتو له مخې، د اپريل په درويشتمه نېټه په دغه ولسوالی کی مرغان د ناڅرګندو علتونو له امله مړه شوي او د مې په دريمه نېټه د چين د مرغانو انفلونزا لابراتوار دغه ويروس د مرغانو انفلونزا د يو سخت ويروس په توګه پېژندلی دی.
د دغه ويروس له موندلو وروسته د چين د کرنې وزرات او اړوندو ځايي څانګو سمدلاسه بېلا بېل تدبيرونه نيولي او له مرغانو سره د کسانو د تماس مخنيوی يی کړی دی.