<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-06 18:47:28    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكو يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي او ستاسې د ليكونو پروګرام وخت رارسېدلى دى، پروګرام ته مو هركلى كوو، زه امان الله عمران او زما همكاره سپوږمۍ چې بېرته له خپل سفر راستنه شوې ستاسو له ليكونو سره يو ځاى د پروګرام وړاندې كولو لپاره په ستوديو كې يوو، درنو اورېدونكو پوهېږم چې تاسې به په انتظار د خپلو ليكونو اورېدو ته ناست وئ، نو سپوږمۍ مې په څنګ كې ده مايكرفون ورته پرېږدم چې د پروګرام لومړى ليك راواخلي او ويې لولي، هيله ده د خپلو ليكونو اورېدلو ته دپروګرام تر پايه راسره پاتې شئ، ښه نو سپوږمۍ لومړى بېرته په خير راغلې، بيا به خبرې رالنډې او په ليكونو به پيل وكړو، كه څنګه؟

سپوږمۍ- هو همداسې به وكړو، نو زه به لومړى دغه دوه ليكونه راواخلم چې د پاكستان، صوبه سرحد له مانسهرې څخه مامور خان خاكسار را استولي او په كې يې د سي آر آى راډيو پښتوخپرونې كاركوونكو ته سلامونه ويلي دي. نوموړى بيا وايي له ما سره ملګري هر يو شېر محمد وفا، اكبر جان مخلص، زرولي، نور جان، حسن خان، مير علي، اسلم خان، ولي خان، محمد ايوب، خان وزير او محمد عارف عرفان ټول هره ورځ ستاسې د راډيو پروګرامونه په مينه او شوق سره اورو، او وايي: زه ستاسې دايمي اورېدونكى يم، خو په خپل يو ليك كې ګيله كوي: دا مې پنځم ليك دى چې تاسې ته يې در استوم او له يو پرته بل ليك نه دى خپور شوى، هيه لرم چې زما ليكونو ته په پرګرام كې ځاى وركړئ. دغه اورېدونكى زياتوي: ستاسې د شپې خپرونه ښه نه اورېدل كېږي، نوموړى په پاى كې د موږ او اورېدونكي پروګرام كې د زياتو ليكونو د خپرولو هيله كوي.

عمران- سپوږمۍ د پا كستان په پېښور كې له زرګر آباد څخه د محمد بلال له خوا چې د حاجي نظرجان زوى دى دوه ليكونه رارسېدلي او ليكي: تاسې ته مې ډېر ليكونه در لېږلي خو افسوس چې ستاسو له خوا يې ځواب نه دى راغلى، ښاغلى بلال خان كه څه هم له يوې خوا د پښتو خپرونې ډېره ستاينه او د بېلا بېلو پروګرامونو د اورېدو يادونه كوي خو له بلې خوا ګيله كوي او وايي: زه ستاسې څخه ناراض يم، ما مخكې هم درته ويلي وو چې زما نوم درسره وليكئ، يعنى په كمپيوټر كې يې درج كړئ او د سي آر آى سند هرومرو راواستوئ او ماته د يو ښايسته كلب نوم راولېږئ او له ځان سره يې ثبت كړئ او هم د سي آر آى پېژندپاڼه راواستوئ. سپوږمۍ دغه ښاغلى اورېدونكى په خپلو ګيلو كې لا وړاندې تللى او ګواښ كوي: دوستانو! اصل خبره داده كه زما نوم مو رجسټر نه كړ او كه د سي آر آى سنديا شهادتپاڼه مو راونه لېږله، نو ياد ساتئ چې بيا به دا زما وروستى ليك وي او زه به ستاسو سره د قلم اړيكي پاى ته ورسوم او تاسو ته به هېڅكله ليك وانه ستوم. سپوږمۍ نو د دغه اورېدونكي د ګواښونو ډك ليك په ځواب كې به ووايو، محترم بلال خانه! موږ مخكې هم دا يادونه كړې چې د اورېدونكو د كلبونو په اړه موږ كوم رول نه لوبوو، دا يوازې د اورېدونكو كار دى چې څرنګه او په كوم ډول له خپلې خوښې سره سم كلبونه غوره كوي او جوړوي. پاتې شوه ستا د پتې خبره، په دې اړه هم دا زموږ دنده نه ده چې د اورېدونكو د پتو د سموالي او يا هغوى ته زموږ له خوا د لېږل شويو خپرنيزو توكيو د رسېدو يا نه رسېدو پلټنه وكړو، كه كوم اورېدونكى غواړي چې زموږ له خوا ورته خپرنيز توكي په سمه توګه ورسېږي نو بشپړه او سمه پته دې موږ ته راولېږي. ښاغلې بلال خان يو دوه شعرونه هم رالېږلي چې له ادبي پلوه كمزوري او د خپرېدو نه دي نو له ده ښاغلي نه هيله كوو چې خپه نه شي او د ليك ليكنې پر وخت ګټورې خبرې وليكي او هم له بې ځايه غوسې څخه ډډه وكړي. كه څنګه سپوږمۍ؟

سپوږمۍ – هو، همداسې ده، دغه بل ليك به راواخلم چې د پاكستان له پېښور سره نژدې د جلوزيو له كمپ څخه محمد خان او ورسره ملګرو يې هر يو احمد خان، ګلاب خان، صحبت خان، عارف خان او اصف خان را استولى، لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو د چين د ملغلرو امېل له پروګرام څڅه ډېر منندوى يوو، هيله ده دغه پرګرام نور هم مستانه او ښه شي.

داسې ښكاري چې دغه اورېدونكي به كومه بله راډيو اورېدلې وي، سي آر آى پښتو خپرونه خو د ملغلرو امېل په نامه كوم پرګرام نه لري، خو په هر حال هيلمن يوو چې دغه اورېدونكى زموږ خپرونه اوري، او په راتلونكي ليك كې خپله تېروتنه سمه كړي او زموږ د خپرونې او پروګرامونو په اړه نظريې او وړانديزونه راواستوي.

عمران – سپوږمۍ د پاكستان په صوبه سرحد كې له هريپور څخه د باختر كلب مشر سيد الرحمن بهير له خوا درې ليكونه رارسېدلي او له سلامونو وروسته وايي: تاسې او ستاسې د راډيو له لارې ټولو اورېدونكو ته سلامونه استوم. ښاغلى بهير وړانديز كوي او ليكي: د خپلو خپرونو وخت بايد نور هم زيات كړئ، اورېدونكو ته بايد د مركو فرصت وركړئ، او بيا زياتوي موږ هر وخت ستاسې سره مرستې ته چمتو يوو چې د پښتو خپرونه نوره هم ښه شي. دى هم ګيله كوي چې موږ د ده ليكونه نه خپروو خو په يو بل ليك كې يې د خپل ليك د اورېدو خبره كړې او وايي چې ډېر پرې خوشحاله شوى دى، بيا يې پوښتنه كړې چې د چين په ملي ولسي كانګرېس كې د مسلمانو استازيو شمېر څومره دى؟ سيد الرحمن بهير هم د پروګرام د زياتوالي غوښتنه او دغه راز خوشحال تايب ته يې سلامونه او ښه راغلاست ويلى دى.

سپوږمۍ – له يو نا معلوم ځاى څخه اورېدونكي محمد ابراهيم هاشمي يو لنډ ليك را استولى او د پښتو خپرونې كاركوونكو ته يې سلامونه او د نوي كال مباركي ويلې. بيا وايي ستاسې پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي، زه ستاسې راډيو له ډېر وخت راهيسې اورم، تاسې په ډېره ښايسته او خوږه لهجه پښتو واياست. دغه اورېدونكي غوښتنه كړې: كه امكان لري د پښتوڅانګې د همكارانو عكسونه، د نوي كال جنتري، د پښتو خپرونې مهال وېش او د انټرنټ پاڼې اوايمېل پتې را ولېږئ!

عمران – سپوږمۍ د انټرنټ پاڼې او ايمېل پتې موږ تل د پروګرام په پاى كې وايو، خو له هغه مخكې به د اورېدونكو يو دوه درې نور ليكونه راواخلو، د صوبه سرحدپه مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه محمد عارف عرفان له خوا چې ځان يې د آريانا كلب مشر بللى درې ليكونه رارسېدلې او ليكي: د چين بين المللي راډيو كاركوونكو په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پرګرام وړاندې كوونكو ته سلامونه او درناوى وړاندې كوم. نوموړى وايي: له ماسره ملګري دي، سردار خان احمدي، سيدا ګل همكار، عبد الغياث همراز، خان محمد خاكسار، جمعه الدين فريادي، نثار احمد احمدي، طارق الله همدرد، قدرت الله ارماني، امان الله امان او غلام رسول ټول تاسې ته سلامونه وايي. ښاغلى عرفان زياتوي: ما د چين بين المللي ته راډيو له دوه زرم كال څخه وروسته مخه كړه، او زيات ليكونه مې درلېږلي دي خو وايي د تېرې روژې او زلزلې له پېښېدو وروسته مې نه كوم پروګرام اورېدلى او نه مې كوم ليك در لېږلى ځكه چې له سخت ژوند سره مخامخ شوو اوشپې او ورځې مو په بېديا تېرولې. خو ښاغلى عرفان بيا نا هيلى نه دى او وايي: كه ژوند و نو يو ځل بيا به خپلو ليكونو ته دوام او د پروګرامونو اورېدو ته مخه كړو. نوموړى زياتوي په پخوانيو ليكونو كې مې هم د نويو كاركوونكو عكسونه غوښتي وو او اوس يې هم يو ځل بيا غوښتنه كوم.

سپوږمۍ – عمران صاحب بيا وخت ډېر ژر تېر شو، د پروګرام وروستيو شېبو ته رسېدلي يوو، كه څه هم د اورېدونكو له خوا خورا زيات ليكونه رارسېدلې نو مخكې له دې چې ننۍ سندره واورو، د يو شمېر اورېدونكو نومونه به په بيړه واخلو چې ليكونه يې رارسېدلې او ومو نه شو كړاى چې بشپړ يې ولولو. له مانسهرې څخه شېر محمد وفا پوښتنه كړې چې د چين د وګړو شمېر څومره دى، د ده پوښتنې ته به ځواب وركړو چې د چين د وګړو شمېر له يو ميليارډ اودرې سوه مليونو اوښتى دى، همداراز له همدغه ځاى څخه د صوبه سرحد كلب غړيو خان محمد سيند، علي محمد خاكسار، فدا محمد فدا او دغه راز له همدغې مانسهرې څخه د اريانا كلب غړي فضل الله عمري له خوا ليكونه رارسېدلي دي. نو عمران صاحب په همدې به بسيا وكړو، د پرګرام وروستۍ برخې ته رارسېدلي يوو، نو د نن لپاره دې كومه سندره غوره كړه ده؟

عمران – سپوږمۍ راځه چې نن د ځوان سندر غاړي في خان په غږ دغه ښكلې او ځوانه سندره واورو.

(سترګې دې سرې كړه جانانه) په رښتيا هم چې ښكلې سندره وه، په همدې سندرې سره درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پروګرام پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د ايمېل له لارې زموږ سره تماس ونيسئ . زمونږ ايميل پته ده pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې شنبې پورې مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.