<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-11 18:14:08    
عبدال لت مجون

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی د داواز په نامه يو ډول ورزش دود يا مروج دی او دغه ورزش ته سرکس هم ويل کيږی . د دغه ورزش د ستونزواو ځانګړتياو له امله د تورياليو ورزش هم ګڼل کيږی . ښاغلی عبدال رتی ميجون په دغه ورزش کی ډير لوی لاس لری چه له ځمکې نه د ٢٨ مترو په جګوالی په فولادی کيبل باندی يی په دوامداره توګه د ٣٨ ورځو په اوږدو کی ننداره او ژوند کړی دی . دغه راز هغه په بريالی توګه يو نړيوال ريکارډ هم ټينګ کړی دی . په نننی پروګرام کی به تاسو ته د ښاغلی عبدال په اړه څه معلومات وړاندی کړو !

٣٥ کلن ښاغلی عبدال ډير مهربان سړی دی او زمونږ له خبريال سره د کتنې په ترڅ کی يی د مقام په نامه يوه ويغوری سندره ويلی :

(موسيقی )

سرکس په شينجيانګ کی څه ناڅه د دريو زرو کلونو تاريخ لری خو د جګړو له امله اوس ډير لږ کسان دغه ورزش کولی شی . د نيکمرغۍ خبره دا ده چه په شينجيانګ کی يوې کورنۍ دغه ورزش نسل په نسل ساتلی دی . په دی وروستيو کلونو کی د شينجيانګ د اړوندو هنرمندانو د کوششونو له امله دغه عنعنوی ورزش يو ځل بيا له انرژۍ څخه ډک کيږی او نوی بڼه غوره کوی . د دغه ورزش جذبيت دا دی چه د سرکس لوبغاړی د ژغورنې کمربند د نشتوالی په حال کی په هوا کی پر سيم يا فولادی کيبل باندی ډول ډول نندارې ترسره کوی .

ښاغلی عبدال وويل چه د ماشومتوب په وخت کی يی له دغه توريالی ورزش سره

مينه درلوده . ده په ٧ کلنۍ کی له خپل پلار سره د سرکس يوه ننداره وکتله نو له هغه وخته يی دغه هوډ درلود چه په راتلونکی کی به د سرکس يو لوبغاړی شی .

کله چه هغه اوولس کلن وو په يوه هنری ډله کی يی د رسمی لوبغاړی په توګه کار پيل کړ . بيا وروسته د سرکس د يوه سپين ږيری لوبغاړی په مرستو ښاغلی عبدال د دغه ورزش په هکله زيات معلومات ترلاسه کړل . هغه غواړی دغه عنعنوی ورزش پرمختګ وکړی .

د دغې هېلې د تر سره کولو لپاره هغه زيات تمرينونه او نندارې کړي دي او د زياتو ستونزو په ګاللو سره يی هېڅکله له دغه ورزش څخه لاس نه دی اخيستی .

اوه کاله دمخه کله چه يوه ورځ ښاغلی عبدال په يو پارک کی د سرکس لوبه برسره کوله ، د بی پروايۍ له امله له هوا نه پر ځمکې ولوېد . د ډاکتر د بيړنی درملنې وروسته هغه يوځل بيا له مرګ څخه وژغورل شو خو ډاکتر ويلی چه هغه به د سرکس لوبه ترسره نشی کړای .

هغه نه غواړی خپل د سرکس کار پای ته ورسوی او په ټينګه سره يی دغه کار ته دوام ورکړی . هغه وايی :

( اواز )

په هغه وخت کی به زه په دی پوه شم کله چه زه سپين ږيری شم تقاعد به شم نو زه غواړم د تقاعد نه مخکی نړيوال ريکارد ټينګ کړی او زمونږ هنری ډلې او چينی ملت لپاره څو برياليتوبونه ترلاسه کړيدی .

د خپلو هېلو د ترسره کولو لپاره هغه زيات کوششونه کړی او ډول ډول ستونزمن حرکتونه يی ترسره کيدی .

پروسږکال د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د جوړولو له پنځوسمې

کاليزې سره يی سمون درلود . ښاغلی عبدال خپل وطن ته يو ځانګړی سوغات وړاندی کړ . په دی اړه هغه وايی :

(اواز )

زمونږ د هنری ډلې په مرستو ما د اوو کلونو تياريانې کړی او اوه نړيوال ريکارډونه يی ټينګ کړی دی . دا زمونږ د خپلواکی سيمې د جوړولو د پنځوسمې کاليزې د نمانځلو لپاره يوه ځانګړی تحفه ګڼل کيږی .

ښاغلی عبدال په دوامداره توګه په ٣٨ ورځو کی له ځمکې نه د ٢٨ مترو په اوږدوالی فولادی کيبل باندی سندرې ويلې او نڅا کوله . د شپې به يی د کيبل په يوه کوچنی کوټه کی تفريح کوله .

که څه هم دغه ورزش خطرناک دی خو د ښاغلی عبدال لپاره د وياړنې وړ دی .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده او ستاسی د غوږ نيولو مننه کوو !