<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-13 19:09:57    
مونږ او اوريدونکي

cri

سپوږمۍ – ګرانو اورېدونكيو يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى دى، پروګرام ته مو هركلى كوو، زه سپوږمۍ او زما همكار امان الله عمران ستوديو ته راغلي يوو، پوهېږم چې تاسې به په انتظار د پروګرام اورېدو ته ناست وئ، خو درنو اورېدونكيو د پروګرام په ننۍ كړۍ كې به د يوې مسابقې په اړه خبرتيا دركړو، (زه او د چين بين المللی راډيو) په نامه يوه معلوماتی مسابقه پيل کېدونكې ده، نو عمران صاحب د دغې مسابقې په اړه به اورېدونكو ته يو څو خبرې وكړې، كه څنګه؟

عمران – هو! سمه ده، ګرانو اوريدونکيو، د يوه کس لپاره ٦٥ کاله دا معنی لری چی د خپل ژوند وروستي پړاو ته داخل شوی خو د چين د بهرنيو خپرونو د چارو لپاره دا له حياتی انرژۍ نه يو ډک پړاو ګڼل کېږي.

٦٥ کاله دمخه د سره چين په استازيتوب غږونو د راډيو د يوې کمزورې څپې له لارې د چين د انقلابي سرچينې له يان أن ښارګوټی څخه نړۍ ته په خپرېدو پيل وکړ چې لا تر اوسه دوام لري. مخ په زياتېدونکو بهرنيو دوستانو د چين د بين المللی راډيو له لارې چې پخواني نومونه يې په جلاجلا توګه د يان أن شينهوا راډيو او راډيوپېکېنګ وو، داسې چين پېژندلی او ورسره مينه موندلې چې د بدلون، پرانيستنې او پرمختيا په حال کې دی.

د روان کال د دسمبر دريمه نېټه به د چين د بين المللی راډيو د جوړېدو له ٦٥ کاليزې سره برابره وي . په دې اړه به موږ د می له ١٣ نېټې څخه د راډيويي څپو او انټرنېټ له لارې د زه او د چين بين المللی راډيو په نامه يوه معلوماتي مسابقه ترسره کړو او په ترڅ کې به يې تاسو ته د چين د بين المللی راډيو د تېر او حال په اړه څو مضمونونه وړاندې کړو. هيله ده تاسې درانه اورېدونكي په كې برخه واخلئ.

د پخوانيو معلوماتي مسابقو په شان به موږ د دغې مسابقې په اړه هم د هرې مقالې په پای کې دوې پوښتنې وړاندې کړو او هيله لرو چې اورېدونکي دوستان سم ځوابونه راولېږي. دغه معلوماتي مسابقه به د راتلونکی سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام ولري. د چين بين المللي راډيو هغه ځانګړې ډله چې د بېلا بېلو ژبو د خپرونو اورېدونكيو تر منځ د جايزې ګټونکيو د ټاکلو او د جايزو د ډول څرنګوالي دنده پر غاړه لري، په ښکاره پچې اچونې سره به د سمو ځوابونو له رالېږل شويو ليکونو څخه د لومړنيو، دوهمو، دريمو او ځانګړيو درجو جايزې ګټونکي غوره كړي. د ځانګړی جايزې غوره شويو وړونکيو ته به د راتلونکي دسمبر په مياشت کې د چين پلازمېنې بېجينګ ته د راتلو بلنه ورکړی شي، دوی به چين ته د سفر په يوه اونۍ کې د چين د بين المللی راډيو د جوړېدو د ٦٥مې کاليزې د لمانځنې په مراسمو کې برخه واخلي.

سپوږمۍ - درنو دوستانو، د دغې معلوماتی مسابقې په اړه به تاسو ته د می له ١٣نېټې څخه د مونږ او اوريدونکي په ځانګړي پروګرام كې او د پښتو خپرونې انټرنېټپاڼې له لاری دغه څلور مضمونونه وړاندې کړو: د چين بين المللی راډيو د جوړيدو په لومړنيو کلونو کی _ د چين بين المللی راډيو د پرمختيا په حال کی ده _ د چين د بين المللی راډيو روښانه راتلونکی او د اوريدونکو او سی ارای راډيو په اړه په زړه پوری کيسې.

ګرانو اوريدونکيو او د وېبپاڼې لوستونکيو، د سي آر آی راډيو پښتو خپرونه د ١٩٧٣کال د جولای په ١٥ نېټه پيل او تر ننه پورې يې دري دېرش کاله مزل وهلی دی ، چې په ترڅ کې يې اوريدونکيو دوستانو ډېره ښه همکاري او قلمي اړيكي ټينګ کړي او لا تر اوسه دوام لري. دلته مونږ د پښتو څانګې ټول کارکوونکي ستاسو څخه د زړه له کومي مننه کوو او هيله من يوو چې په راتلونکي کې هم د پخوا په شان له موږ سره خپلې همكارۍ ته دوام ورکړئ او زمونږ د راډيو په اړوندو ګټورو فعاليتونو کی فعاله برخه واخلئ. دا خو شوه د مسابقې په اړه خبرتيا اوس به د پروګرام په پاتې برخه كې د اورېدونكيو رارسېدلي ليكونه راواخلو.

عمران – سمه ده سپوږمۍ زه به هم دغه لومړى ليك راواخلم چې د پاكستان په مانسهره كې د اچړيان له حاجي آباد څڅه لطف الله عمري رالېږلى، ده د چين بين المللي راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا ليكي: له ما سره ملګري دي هر يو، فضل الله عمري، لقمان عمري، حامد عمري، محمد عارف عرفان، شمس الاسلام حيدري او نثار احمد هم ټول تاسې ته سلامونه وايي. اورېدونكى لطف الله عمري زياتوي: موږ د چين له بين المللي راډيو ډېر خوشحاله يوو، چين زموږ له ټاټوبي سره زياتې مرستې كړې دي او له همدې امله چين او افغانستان دواړه ښه ملګري دي او خداى دې نور هم ښه دوستان كړي. موږ ټول ستاسې خپرونې په خوښۍ سره اورو، ښاغلي لطف الله د خپل ليك په پاى كې د چين د لوى دېوال عكسونو، مجلو، پاكټونو او نورو مطبوعاتو د ورلېږلو غوښتنه هم كړې ده.

سپوږمۍ – له همدغه ځاى څخه د مخكيني اورېدونكي د ملګري فضل الله عمري له خوا درې ليكونه را رسېدلي، لومړى يې خپل او د ملګرو له خوا سلامونه ويلي، او بيا يې ليكلي: موږ ستاسو خپرونې ډېر په شوق او غور سره اورو او ډېره مينه ورسره لرو. ښاغلى فضل الله زياتوي: محترمو ستاسو خوږ ليك راورسېد او زه پرې ډېر خوشحاله شوم، زه به ستاسې سره خپلې قلمي اړيكې نورې هم ټينګې وساتم، ستاسې ټول پروګرامونه ډېر ښه او خوندور دى، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام سره مو ډېره مينه ده، موږ ټول د آريانا كلب غړي يوو، دى وړانديز كوي او وايي: د خپرونې وخت مو ډېر كم دى، موږ ټول هيله كوو چې د خپرونې وخت زيات كړئ! نوموړى وايي: له امان الله عمران څخه هيله كوم چې ځان راوپېژني او بيا پوښتنه كوي چې عنايت الله رمز بېرته راځي او كه نه؟

عمران – سپوږمۍ كه څه هم ما له سي آر آى سره د خپل كار پيل كولو په لومړيو كې د خپل ځان پېژندګلوي كړې، خو بيا به هم دغه اورېدونكي ته په لنډه ووايم، نوم مې امان الله عمران او د روان ميلادي كال له پيل څخه دوه اونۍ مخكي مې د چين بين المللي راډيو له پښتو خپرونې سره كار پيل كړى دى. او د عنايت الله رمز صاحب په اړه به ورته ووايو چې نوموړى خپل هېواد ته ستون شوى او د اوس لپاره يې د بېرته راتګ په هكله كومه خبره نه شته.

سپوږمۍ دغه بل ليك به هم راواخلم چې د صوبه سرحد په مانسهره كې د افغان مهاجرينو له دريم شمېره كمپ څخه عبدالكبير محمدي را استولى او ليكي: تاسې ته يادونه كوم چې مخكې زما تخلص اكبري و او اوس مې په محمدي بدل كړى. ښاغلى محمدي وايي چې د آريانا كلب مشر محمد عارف عرفان او د كلب مرستيال زه عبد الكبير محمدي يم، او موږ د امام نسائي ښونځي زده كوونكي يوو. دغه اورېدونكى زياتوي: ستاسو پرګرامونه په غور سره اورو، ټول پروګرامونه مو په زړه پورې او د ستاينې وړ دي، خو بيا وايي د پښتو هنداره ډېره په زړه پورې ځكه ده چې زموږ په مورنۍ ژبه خپرېږي. سپوږمۍ- له همدغه ځاى څخه د صوبه سرحد كلب غړي ګل احمد تقوا هم يو ليك را استولى، او ليكي زه د ننګرهار ولايت او سېدونكى او اوس په مانسهره كې د مهاجرت شپې او ورځې تېروم او زياتوي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، زه ستاسې پروګرامونه ډېر خوښوم او ډېره علاقه ورسره لرم، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام مې ډېر خوښ دى، يو كال كېږي ستاسې راډيو اورم، نوموړي د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مطبوعاتو، مجلو، د نوې پښتو هندارې او د عكسونو د ور استولو غوښتنه هم كړې ده.

عمران – سپوږمۍ د پروګرام وروستۍ برخې ته رارسېدلي يوو، نو نن ستا وار دى د پروګرام لپاره دې كومه سندره غوره كړې ده؟

سپوږمۍ – هو، راځه چې نن د خوږ غږې سندر غاړې نغمې په غږ د (شا لونګينه) سندره واورو.

په همدې سندرې سره درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پروګرام پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويب پاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د ايمېل له لارې زموږ سره تماس ونيسئ . زمونږ ايميل پته ده:

pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې شنبې پورې مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.