د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير داد فر رنګين سپنتا د می په ١٣ نيټه په کابل کی څرګنده کړه چی د پاکستان حکومت د اسامه بن لادن د نيولو په برخه کی دومره کوښښ نه دی کړی .
وزير سپنتا له يوه جرمنی خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، د افغانستان د ترلاسه شوی خبر له مخی بن لادن اوس لا هم له افغانستان سره په پولو د پاکستان په يوه قابيلی سيمه کی پټ دی .
د روانی مياشتی په مخکنيو ورځو کی د امريکی د ترهګرۍ پر ضد د چارو ځانګړی استازی هينری کرومپتون هم په کابل کی په دی اړه پر پاکستان نيوکه کړی وه . خو د پاکستان رسمی چارواکيو په غوڅه توګه ددوی دغه نيوکې رد کړې دي .