د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان يوه حکومتی چارواکی د مۍ په ١٤ نېټه دا خبر تائيد کړ چه افغان پوليسو په همدې ورځ د قندهار په ولايت کښی له طالبانو سره سخته جګړه وکړه چه په نتيجه کښی څلور تنه پوليس او يوولس طالبان مړه شول٠
د قندهار ولايت وياند وويل چه جګړه د قندهار ښار په لويديځ د پنجوائی په سيمه کښی وشوه او تر غرمې پوری يی دوام درلود٠ د څلورو تنو پوليسو پر وژل کيدو سربيره نور څلور تنه پوليس ټپيان شوی هم دی٠