<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-18 15:33:09    
د افغانستان په جنوبې برخه کې د يوه بريد له امله څه دپاسه دوه اويا تنه ووژل شول .

cri

د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د افغانستان حکومتی پوځ او په افغانستان کې د کانادا پوځ د می په اولسمه نېټه په جلا جلا توګه د افغانستان د هلمند او کندهار په ولايتونو کې د طالبانو له وسله والو کسانو سره جګړې وکړې چې په ترڅ کې يی څه دپاسه دوه اويا تنه وژل شوی .

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند محمد يوسف ستانيزی خبريالانو ته وويل : د طالبانو سلګونو وسله والو کسانو د می د اولسمې نېټې له غرمی نه وروسته په څلور نيمو بجو پر هلمند باندی بريد پيل کړ . سيمه ايزو پوځونو او پوليسو سمدلاسه ور سره سخته جګړ وکړ او دغه جګړه د اتلسمې نېټې تر سهار وختې دوو بجو پوری پای ته ورسيدله . هغه وويل : حکومتی پوځ څلويښت تنه وسله وال کسان ووژل او ديارلس تنه سيمه ايز پوليس هم مړه شوی .