<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-18 16:36:14    
د زړو او عتيقو شيانو په بازار کې د مياو قوم لږکۍ

cri

د بيجينګ په ختيځ کې د پن جيا يون په نامه لوي بازار شته چه خاص زاړه او عتيق شيان او هنرې أثار پکې پلورل کيږي . له وروستيو څو کلونو راهيسې په دې بازار کې د ملي لږکيو پلورونکي ليدل کيږي چه دوي ښکلي دوديز کالي اغوندي او کله کله له بهرنيو مشتريانو سره په ساده انګليسي ژبه چانه وهي . له دوي څخه زياتره د هيواد له جنوب لويديځو سيمو څخه راغلي او د مياو قوم له لږکۍ څخه دي او په بازار کې قومي جامې ، د ګلدوزي ټوټې او نور زرين شيان پلوري .

د پن جيا يون بازار د يوې غرفې په وړاندي چه خاوند يي د مياو قوم څخه دی چه لونګ ګيو نوميږي ، خبريال ډير ښکلي زرين جواهر ، غوږوالي او بنګړي ليدلي دي چه ورباندي د پتنګ ، تاوس او نورو مرغانو تصويرونه حکاکي شوي وو . د غرفې د څښتن ښځه چه تان شن مي نوميږي ، خبريال ته وويل چه د مياو قوم ښځې د جشن د رارسيدو مخکې خپل سر ، ملا ، غوږونه او لاسونه په ډيرو زرينو جواهرو ښکلي کوي چه وزن يي لس يا پنځلس کيلوګرامو ته رسيږي . هغې وويل چه د مياو قوم په اند زرين شيان نه يوازي د ښکلا لپاره دي ، بلکې له شيطانونو څخه د ځان خلاصولو رول هم لری . ددې خاوند لونګ ګيو وويل چه ددوي لخوا پلورل شوي زرين شيان د خپل وطن له زرګرانو څخه اخيستل شوي دي او د زرينې غاړګۍ د جوړولو وخت له نورو زرينو شيانو څخه اوږد دی .هغه وويل ځکه په غاړګۍ باندي حکاکي شوي تصويرونه ډيرظريف او نفيس دي او بالکل د زرګرانو لخوا د خپل أند سره سم طرح شويدي . د يوې غاړګۍ د جوړول اوه اته ورځې وخت نيسي . يوې مشترۍ چه

چن وي دي نوميږي ، خبريال ته وويل دغسي ښکلي زرين شيان ځانګړي سبکونه لری او د سپينو زرو کيفيت يي هم ښه دی او په ښه فيشن سره طرح شويدی .

د لونګ ګيو غرفې تر څنګ د مياو قوم يوه سپين سرې ميرمن په ګلدوزي بوخته ده چه جانګ دين لان نوميږي او د هيواد د جنوب لويديځ ولايت د ګوي جو ولايت څخه راغلی ده . دا په دې غرفه خاص د ګلدوزي ټوټې او فيتې پلوري چه ځينی يي د کاليو د لمن د ښکلا لپاره دي او ځيني يي په ديوال راځوړندږي او فيتې يي د مور په شا د ماشومانو د تړلو لپاره کارول کيږي . سپين سرې جانګ وويل زمونږ په وطن کې هره ښځه ګلدوزي کولي شي، نو ګلدوزي شوي شيان ډير ارزان دي ، اوريدلی می دی چه په بيجينګ کې د پن جيا يون نومی مشهور بازار شته چه ډول ډول زاړه او هنري شيان پکې خرڅيږي ، نو مونږ له وطن څخه دلته راغلي يو چه د دغو ګلدوزي شويو شيانو له پلورلو څخه څه ګټې واخلو . د سپين سرې جانګ په وينا ګلدوزي شوي پارچې د هيوادوالو نه پرته بهرنيان هم خوښوي چه يا يي په خپل کور کې په ديوال باندي ځوړندوي يا د تحفې په توګه ملګرو ته ورکوي . د مرکې په وخت کې يوه ښځه راغله او د ګلدوزي د يوې ټوټې په را نيولو سره يي خبريال ته وويل غواړم چه دغه ښکلي ټوټه په هغه کالي باندي وګنډم چه اوس فيشن نه دی.

د سپين سرې جانګ غرفې ته مخامخ د مياو قوم يوې بلې ښځې چه لياو ليان نوميږي ، په انګليسي ژبه له يوه بهرني مشتري سره چانه وهله چه په پايله کې بهرنی مشتری يو ګلدوزي شوي کالی وا نه خيست ځکه غوښتل يي چه په ټيټه بيه دغه قيمتي کالی واخلی . لياو ليان وويل دغه کالی يوازي د نجونو په جشن کې اغوستل

کيږي ځکه اوس هيڅ څوک دغه ډول کالی نشي ګنډلی، نو بيه يي لوړه ده . لياو ليان

پنځه کاله دمخه بيجينګ ته راغلی او پنځه کلونه کيږې چي د هرې اونۍ د رخصتۍ په دوو ورځو کې خپلې ګلدوزي شوي ټوټې په دې بازار کې پلوري او په نورو پنځو ورځو کې په کور کې ګلدوزي کوي . هغې خبريال ته وويل چه د مياو قوم ځانګړي کالي عمومأ د مور او لور لخوا په ګډه ګنډل کيږي.

د پن جيا يون په بازار کې د لونګ ګوي او جانګ دين لان په شان د مياو قوم د لږکي ډير کسان شته او دوي د خپلو کارونو له لارې پيسې اخلي ، که تاسي فرصت ولرئ ، کيداي شي چه بيجينګ ته د سفر په بهير کې دغه ځانګړي بازار ته لاړ شئ .

١