<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-20 20:19:37    
سی آر آی راډيو د جوړېدو په لومړنيو کلونو کې

cri

عمران – درنو اورېدونكيو زه امان الله عمران او زما همكاره سپوږمۍ مو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوو، ستاسې به په ياد وي چې د پروګرام په تېره كړۍ كې مو د (زه او د چين بين المللی راډيو) په نامه د يوې معلوماتي مسابقې د پيل كېدو په اړه خبرتيا دركړه، او ومو ويل چې ٢٠٠٦کال د چين د بين المللی راډيو د جوړېدو له ٦٥ می کاليزې سره برابر دى، او هم دا چې د چين بين المللی راډيو د چين د بهرنيو خپرونو يوازنی راډيو ده. د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د سی آر آی راډيو د جوړېدو په لومړنيو کلونو کې څه معلومات در کړو چې په څه ډول يې خپل خپرنيز مزل پيل كړى و؟ او پيل به يې سپوږمۍ وكړي.

سپوږمۍ - سمه ده، خو له هغې مخكې به په پيل كې له اورېدونكيو څخه د روانې معلوماتي مسابقې په اړه دوې پوښتنې وكړو:

لومړۍ پوښتنه: د چين د بهرنيو خپرونو لومړۍ ويانده څوک وه؟

دوهمه پوښتنه: د ١٩٥٠ کال د اپريل په مياشت کې د چين د بهرنيو خپرونو نوم څه ؤ ؟ (غږ ۱)

د تېرې پېړۍ د ځلورمې لسيزې په لومړيو کلونو کې چين د جاپاني پوځي يرغل او تېري پر ضد دمبارزې په دوره کې ؤ او د جګړې په کلونو کې د چين کمونست ګوند او د دغه ګوند په مشرۍ وسله والو ځواکونو د جاپاني تېري پر ضد کلک مقاومت وکړ او په دې مبارزه کې يې ستر رول ولوباوه. د دغې جګړې په موده کې د هېوادوالو او بهرنيانو غوږونو ته د جاپاني تېري پر ضد د خپلو اوازونو رسولو لپاره کمونست ګوند د شمال لوېديځې سيمې په يان ان ښار ګوټي کې چې د دغه ګوند دمرکزي کمېټې مقر و، د يان ان شينهوا راډيو پرانيستله او د ١٩٤١ کال د دسمبر په دريمه نېټه يې په جاپانۍ ژبه خپله لومړۍ خپرونه پيل کړه چې راډيويې نښه يې XNCR او موخه يې په چين کې د جاپان تېري کوونکي پوځيان وو .

عمران – هو سپوږمۍ، دجاپانۍ ژبې لومړۍ ويانده (هارا کيوشي) نومېده چې د جګړې ضد يوه جاپانۍ ښځه وه. که څه هم په هغه وخت کې د وياندۍ شرايط ډېر ناوړه وو، دغه دنده يوازې د غره په يو ساده غار کې ترسره کېده او د راډيويي ټرانسميټر ظرفيت او توان هم يوازې درې سوه واټه ؤ، خو چين په هماغه ورځ بهرنيانو ته د غږ رسوولو په موخه خپلې خپرونې پيل کړې. په دی توګه د ١٩٤١کال د دسمبر دريمه نېټه د چين د بهرنيو خپرونو د پيل د يادونې ورځې په توګه ټاکل شوې ده.

ښاغلی لو ژو فو چې د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې له جاپان نه خپل هېواد ته راستون شوی او د سي آر آی راډيو د جاپانۍ ژبې په خپرونه کې يې د زياتو کلونو لپاره کار کړى، د لومړۍ وياندې (هارا کيوشي) د يادونې په ترڅ کې داسې وويل: ( غږ ٢)

د هغو کلونو په اوږدوکې مېرمن (هارا کيوشي) جاپانيانو ته په خپل غږ د جګړې په اړه رښتيني معلومات ورکول او پر زياتو جاپانيانو يې اغېز پرې ايښى ؤ. ددوی ترمنځ يو شمېر سرتېري د تېري د دغې جګړې په اصلي بڼه ښه وپوهېدل، وسلې يې كېښودې او د چين له خلکو سره يوځای ودرېدل او په ګډه يې د جاپاني جګړه مارو د تېري پرضد مقاومت پيل کړ. د مثال په توګه له دوی نه څوتنو وروسته زمونږ د راډيو د جاپانۍ ژبې د خپرونې د کارپوهانو دنده پر غاړه واخيسته.

سپوږمۍ - د جاپاني تېري پر ضد جګړې له پای ته رسېدو وروسته په ١٩٤٦ کال کی ګوميندانګ ګوند چې د جاپاني تېري پر ضد يې په جګړه کې د چين له کمونست ګوند سره همکاري کړې وه، له کمونست ګوند سره د ګډ حکومت له جوړولو ډډه وکړه اود کمونست ګوند پرضد يې په پوځي بريد پيل وکړ او غوښتل يې چی د زورواكۍ يو حکومت رامنځ ته کړي. نو له دې امله د چين خلکو د کمونست ګوند په مشرۍ د ملي ازادۍ ګټلو په مبارزه لاس پورې کړ. د دغی جګړې له اړتيا سره سم د يان ان شينهوا راډيو د ١٩٤٧ کال په لومړيو ورځو کې د خه بۍ ولايت د شه ولسوالۍ ته ولېږدول شوه چې له بېجينګ څخه ليرې نه ده. د همدې کال د سپټمبر په مياشت کې په دغه راډيو کې په انګليسي ژبه يوه بله نوې خپرونه پرانيستل شوه. وۍ لين چې سږکال ٨٢ کلنه ده د هغه وخت د انګليسي خپرونې لومړۍ ويانده وه، هغې په احساساتي توګه وويل: (غږ ٣)

په هغه وخت کې د وياندۍ دنده د شاخه نومي کلي په يوه غرني غار کې ترسره كېده او تجهيزات يې دومره ساده ښکارېدل چې ان يوه کړکۍ يې هم نه وه. دغه راز د کوم ټايپ او ثبتوونكې آلې د نشتوالی له امله سندرې د مکروفون په وړاندې د هنرمندانو لخوا يوازې په مخامخ توګه ويل كېدې.

عمران - هو سپوږمۍ كه څه هم په هغه وخت كې د خپرونې دندې خورا سختې وې، دانګليسي خپرونې په پيل کې د ټرانزميټري ستيشن ظرفيت يا اندازه لسو کيلوواټو ته رسېده خو په جنوبي آسيا او جنوب ختيځې آسيا کې دغه خپرونه په صافه توګه اورېدل کېدله. که هوا به ښه وه، نو دغه غږونه اروپا او شمالي امريکا ته هم رسېدلی شوای. ( غږ ٤)

ګرانو اورېدونکيو او د وېب پاڼې ليدونکيو دوستانو، په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د اعلان ترڅنګ د يان ان شينهوا راډيو هم د نوي چين پلازمېنې بېجينګ ته ولېږدول شوه او نوم يې د بېجينګ شينهوا راډيو شو. دغه غږونه چې اوس مو واورېدل، د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو د درنو مراسمو د بهير په اړه له هغه راپور څخه وو چې د همدغې راډيو په يوه فيته کې ثبت او ساتل شوی دى.

د نوی چين له جوړېدو راوروسته بيا تر ننه د بهرنيو خپرونو له لارې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته د حکومت د کورنيو او بهرنيو تګلارو، په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د بدلونونو، له نورو هېوادونو سره د تګ راتګ او همکاريو په اړه زيات معلومات ورکول کېږي او د چين بهرنيو خپرونو او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د پوهاوي او دوستۍ د ژورتيا لپاره د يو پل رول لوبولی او لا لوبوي يې. د دغو دندو د ترسره کولو په بهير کې بهرنيو خپرنيزو چارو پخپله هم ستر پرمختګ كړى دى، پخوا يې يوازې په جاپاني، انګليسي او د چينې ژبې په دريو لهجو خپرونې درلودې، خو بيا د وخت په تېرېدو په كې څو نورې ژبې هم زياتې شوې وي. ( غږ ٥)

سپوږمۍ - د ١٩٥٠کال د اپريل په مياشت کې د راډيو پېکېنګ په نامه د چين راډيو په بهرنيو خپرونو پيل وکړ. دغه أواز مو چې همدا اوس واورېد، په هماغه کال کې د راډيو پېکېنګ انګليسي نوم ؤ. د جنوب ختيځې اسيا سيمې خلکو ته د نوي چين د پرمختګ بهير او د هېواد د خپلواکې او سوله ايزې ديپلوماتيکې تګلارې څرګندولو په موخه د همدغه کال په اپريل کې راډيو پېکېنګ په ويټنامي، ټايلنډي، انډونيزيايي او ميانماري ژبو دغو هېوادونو ته په خپلو خپرونو پيل وکړ . په همدې ترڅ کې په دغوهېوادونو کې زيات شمېروطن پال چينايي اوسيدونکي هم د کار او دايمي ژوند لپاره خپل ګران وطن ته راستانه شول، ښاغلی وانګ شان جونګ له دوی څخه يو تن دی او په ميانماري ژبه د بهرنۍ خپرونې په مقدماتي کار کې يې برخه واخيستله. له دې وروسته د چين په بهرنيو خپرونو کې د فارسي، عربي، سواهيلي او اسپانوي ژبو خپرونې هم ورزياتې شوې، دغه راز په همدې موده کې د اروپا، شمالي امريکا او د نړۍ نوروسيمو ته د انګليسي خپرونې ورځني مهالونه هم زيات شول.

تر ١٩٦٥کال پورې چين هره ورځ په ٢٧ بهرنيو ژبو او د چين په معياري ژبه او نوروڅلورو سيمه ايزو لهجو خپرونې کولې چی ټول وخت يې ٩٨ ساعتونو ته رسيده. د ژبو د ډولونو او ساعتونو له پلوه چين د نړۍ په سرليكه کې ودرېد، او په دې ترڅ کې يو شمېر قوي ټرانزميټرونه هم په وار سره پرانيستل شول. د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې تر نيمايي پورې د خپرونو د ژبو شمېر ٤٣ ته ورسيد. ( غږ ٦)

عمران - قدرمنو اورېدونکيو او د وېبپاڼې لوستونکيو، په ١٩٧٨کال کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پيل سره د هېواد د بهرنيو خپرونوچارې هم خپل نوي پرمختيايي پړاو ته داخلې شوې. راتلونكې اونۍ به تاسو ته د دغې معلوماتي مسابقې په اړه د (ځلاندې لارې ) تر سرليك لاندې دوهمه مقاله وړاندې کړو.

د پروګرام په پای کې به مخكينۍ دوې پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړو:

لومړی _ د چين د بهرنيو خپرونو لومړۍ ويانده څوك وه؟

دوهم _ د ١٩٥۰ کال د اپريل په مياشت کې د چين د بهرنيو خپرونو راډيو نوم څه ؤ؟

په همدې سره درنو اورېدونكو د موږ او اورېدنكو پروګرام پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو ويبپاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ،

پته يې ده:

pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هې چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.