د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، په افغانستان کی ميشت امريکايی پوځ د می په ٢٤ نيټه د لومړی ځل لپاره دا خبره ومنله چی له نسکوريدو وروسته طالبانو د دغه هيواد په جنوب کی د ځينو سيمو کنترول بيا ترلاسه کړی دی .
د امريکايی پوځ وياند توم کولينس په همدی ورځ له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، اوس د کندهار ، هلمنډ او اروزګان دريو ولايتونو په ځينو سيمو کی په سلګونو وسله وال طالبان فعاليت کوی .