<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-25 18:20:24    
د ان دو د تبتی قوم وګړی تلويزيون کتلی شی

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !

( اواز ١ )

سږ کال د فبرورۍ ٢٨ نېټه د تبتی قوم لپاره د کال نوې ورځ ده . په چين کی د تبتی قوم د ان دو څانګې څه دپاسه دوه مليونه شپږ لکه وګړو په همدغه ورځ يو ځانګړی سوغات ترلاسه کړ چه هغه د دوی په ژبه تلويزيونی پروګرامونو پيل کول وو . دغه راز د ان دو وګړيو د تلويوزيون کتلو هېله پوره شوه چه همداوس تاسو د دغه پروګرام د هوا پېژندنې غږ واوريد .

د چين د تبتی قوم په پنځو مليونو وګړيو کی څه دپاسه دوه مليونه او شپږ لکه وګړی په ان دو ژبه خبرې کوی . دوی په عمده توګه د چين د شمال لوېديځ په چينګ های ولايت کی اوسيږی .

دوه شپېته کلن ښاغلی کيځون د دغه ځای يو مالدار دی . پخوا د ده کورنۍ د مالدارۍ ژوند کاوه چه دايمی استوګنځی يی نه درلود . هغوی له بهرنۍ نړۍ سره لږ اړيکي درلودل او ان تلويزيون يی هم نه نه پېژانده . اوس د ده کورنۍ د مالدارانو په يو نوی جوړ شوی کلی کی په يو دوه پوړيز کور کی ژوند کوی . کله چه زمونږ خبريال د ښاغلی کيځون کور ته ورغی ، نو له يو څو تنو نورو تبتی سپين ږيرو سره يی يو ځای يو تلويزيونی پروګرام وکوت . هغه وويل :

( اواز ٢ )

پخوا زمونږ د ځينو ګاونډيانو په کورونو کی تلويزيونونه وو خو موږ د تلويزيونی پروګرامونو په موضوعاتو نه پوهېدو ځکه ټول پروګرامونه د چين په ميعاری ژبه

وو . خو اوس د ان دو په ژبه تلويزيونی پروګرامونه زمونږ ډير خوښ دی .

د چينګ های ولايت د ملی لږکيو پوهنځی د تبتی څانګې مشر او د تبتی علومو کارپوه ښاغلی سنجی زمونږ خبريال ته وويل چه تبتی ژبه دری لهجې لری چه د لاسا ، ان دو او کانګ با لهجې دی . هغه زياته کړه :

( اواز ٣ )

د تبتی ژبې دری لهجې يو شان ليک دود لری خو د تاريخی سببونو له امله د دريو لهجو په ويلو کی زيات توپيرونه موجود دی . د لاسا تبتی ژبې ويونکی په عمده توګه د تبت په لاسا او ژکاځه سيمو کی اوسيږی او دغه لهجه نرمه ده . د ان دو لهجې ويونکی په عمده توګه د چينګ های په ولايت او شاوخوا سيمو کی اوسيږی او دغه راز د کانګ با لهجې ويونکی د تبت په چانګ دو او شاوخوا سيمو کی ژوند کوی . د دغو دريو لهجو ويونکی يو د بل پر خبرې نه شی پوهېدلی .

د ان دو لهجې په دغو پروګرامونو کی د چين د اقتصاد ، ساينس ، کلتور ، روغتيا او ښوونې او روزنې په اړه بېلابېل موضوعات وړاندې کېږی . د چينګ های ولايت د تلويزيون د تبتی ژبې څانګې مشر ښاغلی نابا وويل چه مونږ په دغو پروګرامونو کی سندرو ، نڅاو او روغتيايی موضوعاتو ته ځای ورکړی او په درنه سترګه ورته ګورو چه د تبتی قوم د وګړي يی ډير خوښوی .

برسيره پردی ، خبرونه هم د تبتی خلکو خوښ دي . هغوی د خبرونو د کتلو له لارې د هېواد او نړۍ د مهمو پېښو په اړه معلومات ترلاسه کوی . لږه موده دمخه په بېجينګ کی د چين د ملی ولسی کانګريس او د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس کلنی غونډې ترسره شوې او د ان دو خلکو د تلويزيونی خپرونو له لارې وليدل چه چه د قوم استازيو يی په دغو دوو لويو غونډو کی ګډون کړی وو .

اوس دغه پروګراومونه يوازی د پيل يو ګام ګڼل کيږی چه په يوه ورځ کی يوازی د دريو ساعتونو لپاره خپرونې لری . په دی اړه ښاغلی نابا وويل :

( اواز ٤ )

زمونږ د تبتی قوم تېليويزيونی کارکوونکی پر خپلو غاړو درنې دندې لری . حکومت پر مونږ باندی باور او د تبتی قوم وګړی هم له مونږ نه نيکې هېلې لری .

هغه زياته کړه چه د ان دوو په ژبه د پروګرامونو پرانيستل زيات اهميت لری چه له مخی به يی د دغې سيمې اقتصاد او نورې چارې پرمختګ وکړی .

ګرانو اوريدونکيو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيدله ستاسی له غوږ نيولو څخه مننه کوو !