د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د مې په پنځه ويشتمه نېټه د کندهار په ولايت کی د طالبانو له وسله والو کسانو څخه غوښتنه وکړه چې له زور زياتی څخه لاس واخلی او په سوله ايز بهير کی ګډون وکړي.
ښاغلی کرزی د سيمه ايزو قبايلو مشرانو او حکومتی چارواکو په ګډون په يوه غونډه کې برخه درلوده. هغه وويل د افغانستان حکومت د کندهار او ټول هېواد د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره له نړيوالې ټولنې سره ګډ کوښښ کوی.
د دې وړاندی ښاغلی کرزی د امريکايی پوځ په هوايی بريد کی د ټپی شويو بی ګناه عامو خلکو د حال احول پوښتنې لپاره روغتون ته ولاړ او د طالبانو پر مشر مولوی محمد عمريې نيوکه وکړه چې ځوانان د جګړې ډګر ته ليږی او په افغانستان کی د خپل منځی جګړو لامل ګرځی .