د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د هند د بهرنيو چارو وزارت د می په ٢٩ نيټه اعلان وکړ چی په همدی ورځ دوی د پاکستان ٥٩ تنه کب نيونکی له دغه هيواد سره د دوستی څرګندولو په موخه خوشی کړی دي.
د يو خبر له مخی ، پاکستان به هم په ځواب کی د می په ٣٠ نيټه د هند ٧١ تنه کب نيونکی أزاد کړی .
د دغه دواړو هيوادونو د کورنيو چارو سکرتران به د می په ٣٠ نيټه په اسلام اباد کی دوه ورځنی خبرواترو پيل کړي او پکی به د دواړو خواوو له لوری د نورو نيول شويو کب نيونکو د خوشی کولو په اړه بحث وکړي .