د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکی د مې په يودېرشمه نېټه وويل د طالبانو وسله والو عناصرو د مې د دېرشمې نېټې په شپه په جلا جلا توګه د دغه هېواد د زابل او ارزګان په ولايتونو کی د افغانستان پر پوليسو بريدونه کړی چې لږ تر لږه لس تنه پوليس پکی مړه شوی.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند يوسف ستانيزی د دی خبر پخلی وکړ چې د زابل ولايت يو لوړ پوری چارواکی وژل شوی او نور څلور تنه ټپيان شوی. دوی په هغه وخت کی د نوموړی ولايت د لويو لارو د ساتلو له پوليسو سره د مرستی کولو په بهير کې وو چې د طالبانو د بريدونو سره مخامخ شول.