<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-01 18:49:41    
د من قوم د ژبې ساتنې لپاره بايد بيړنی تدبيرونه ونيول شی

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو ! مونږ به تاسو ته د چين د من قوم په اړه څه معلومات وړاندی کړو !

د من قوم د چين دريمه لويه ملی لږکۍ ده چه نفوس يی له لسو مليونو تنو څخه اوښتی دی . خو اوس په چين کی د هغو وګړو شمېر چه د من قوم ژبه ويلی شی ، له سل تنو څخه کم دی . د کاپوهانو په نظر که د دغې ژبې د ساتنې لپاره اړوند تدبيرونه و نه نيول شی نو د خلکو په خبرو کی به د من قوم ژبه په راتلونکو پنځو يا لسو کلونو کی له منځه ولاړ شی . اوس د چين د شمال ختيځ په هی لونګ جيانګ ولايت کی چه هلته په عمده توګه د من قوم خلک اوسيږی ، د دغې ژبې د ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه ترسره کيږی .

د هی لونګ جيانګ ولايت د فويو ولسوالی د سنجياز په نامه کلی له دغو ځايونو څخه شميرل کيږی هلته د من قوم ملی دودونه په اصلی توګه ساتل شوی دی . د دغه کلی په څه دپاسه زرو تنو وګړو کی په سلو کی شپېته برخه له من قوم څخه دی خو له دوی څخه يوازی لس ګونه تنه سپين سری او سپين ږيری د من قوم په ژبه خبرې کولای شی .

( اواز ١ )

ګرانو اوريدونکو ! همداوس ميرمن مونګ شوجينګ د دې له خور سره په دغه ژبه خبرې کولې . د مېرمن مونګ لمسی شی جون ګوانګ زمونږ خبريال ته د دوی د خبرو داسی ژباړه کوی :

( اواز )

زما نيا ويلی نن شپه به مونږ څه شی وخورو او خور يی ويلی چه مونږ به وريجی او سابه وخورو .

ښاغلی شی جون ګوانګ په همدغه کلی کی زيږېدلی او د من له قوم څخه دی خو هغه تل د چين ميعاری ژبې کاروی . په ٢٠٠٠ کال کی هغه له ښوونځی څخه فارغ شو او په همدغه وخت کی يی يو پلان جوړ کړی چه له خپلې نيا څخه د من قوم ژبې زده کړه وکړی . هغه په دی اړه وويل :

( اواز ٣ )

زه د من قوم يم او پوهيږم چه دغه ژبه به ژر له منځه ولاړ شی نو زه خوشينی يم . زه بايد د دغې ژبې د ساتنې لپاره کوښښ وکړم .

له هغه وخته راهيسی ، مېرمن مونګ خپل لمسی ته د من قوم ژبې درس ورکوی . تراوسه هغوی پنځه کسيټونه ثبت کړی چه پکی د من قوم د ژبې زيات لغطونه او جملې شامل شوی دی .

( اواز ٥ )

د هی لونګ جيانګ د فويو ولسوالی د مشر مرستيال ښاغلی جاو جين چون په نظر د من قوم ژبې د ساتنې په ساحه کی د سانجياز کلی ډير مهم ځای لری . هغه وويل :

( اواز ٦ )

اوس په چين کی يوازی په دغه کلی کی د خلکو په عامه ژوند کی د من قوم ژبه استعامليږی . که د دغه کلی سپين ږيری او سپين سری مړه شی نو دغه ژبه به هم مړه شی .

د من قوم د چين د وروستی امپراطوری سلسلې جوړونکی دی نو د دغې سلسلې زيات سندونه د من په ژبه ليکل شوی دی . نو د من قوم ژبه د چين د تاريخی د ښې

پېژندنې لپاره هم مهم اهميت لری .

په ٢٠٠٥ کال کی په ياد شوی کلی کی د من قوم يو ملی ښونځی جوړ شوی و په دی اړه ښاغلی جاو جين جونګ وويل :

د دغه ښوونځی د جوړونې هدف د من قوم ژبې ساتنه او د دغې ژبې د ويونکو روزنه ده .

د خبر له مخی ، د هی لونګ جيانګ په ولايت کی د دغې ژبې په اړه د ماستری سکالرشيپ هم جوړ شوی دی . په ٢٠٠٥ کال کی د هی لونګ جيانګ په پوهنتون کی هم د دغې ژبې د زده کړې لپاره يو شمېر محصلين منل شوی دی .

ګرانو اوريدونکو! همداوس تاسو د چين د من قوم د ملی ژبې د ساتنې په اړه يو راپور واوريد . ستاسی له غوږنيولو څخه مننه کوو !