<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-03 19:25:08    
د افغانستان ملي اردو او پوليسو له طالب جنګياليو سره جګړه وکړه

cri
د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان چارواکو د جون په دريمه نېټه ددې خبر پخلی کړچې د جون په دوهمه نېټه د افغانستان په جنوبي دريو ولايتونو کې حکومتي ځواکونو او پوليسو د وسله والو طالبانوسره نښتې وکړې چې په پايله کې يې څه دپاسه پنځوس تنه مړه او ټپيان شول ٠ د کندهار د والي وياند داود احمدي وويل وسله والو طالبانو د جون په دوهمه نېټه ماښام د ميانيشين په سيمه کې د پوليسو پر يوې ادارې بريد وکړچې په پايله کې يې دولس تنه وسله وال کسان وژل او نور ديارلس تنه طالپان او څلور پوليسان ټپيان شوي دي ، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو د جون په دريمه نېټه وويل حکومتي او ايتلافي ځواکونو د جون په دوهمه نېټه د ارزګان په ولايت کې پر وسله والو طالبانو بريدوکړچې پکې نژدې شل تنه وسله وال طالبان وژل اوټپيان شوي او چورا سيمه يې هم له طالبانو څخه بيرته ترلاسه کړی ده ٠