د سين هوااژانس د خبر له مخې : د امريکی په مشرۍ په افغانستان کې د ائتلافی ځواکونو د جون په شپږمه نېټه خبري رسنيو ته وويل په همدې ورځ د افغانستان په ختيځ د ننګرهار په ولايت کې د لار پر سر بمی چاودنه وشوه چې د امريکی دوه تنه سرتيری په کې وژل شوی دی .
بر سيره پر دې د افغانستان د جنوب ختيځ د خوست په ولايت کې يوه ځان مرګی بريد کوونکی پر ائتلافی ځواکونو باندی بريد وکړ چې دری تنه سرتيری يې ټپيان کړل .
د افغانستان يو اړوند چارواکی په همدې ورځ وويل د دغه هېواد حکومتی ځواکونو او ائتلافی ځواکونو د جنوب د هلمند په ولايت کې دری ورځنی ګډ فعاليت تر سره کړی او د طالبانو د ډلی د دريو تنو قوماندانو په ګډون ٢٥تنه وسله وال عناصر ووژل .