د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون په شپږمه نېټه د امريکا، پاکستان او افغانستان چارواکيو په راولپندی کې خپلې اوه لسم ځل خبرې اترې وکړې او د پاکستان او افغانستان په ځينو سيمو کې يی د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په هکله سلامشوره وکړه چې د ناتو بلاک پوځی چارواکي د لومړي ځل لپاره پکې برخه واخيستله. له خبرو اترو وروسته د پاکستان پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل څلورو خواوو موافقه وکړه چې دوی به د افغانستان په جنوب کې د ناتو بلاک په مشرۍ د امنيت ساتونکو نړيوالو پوځونو د زياتېدو له لارې، په جنوبی ولايتونو کې د افغانستان د حکومت کنترول پياوړی کړی.
|