<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-08 19:15:02    
د ګوی جو ولايت د غرنی سيمی له بی وزلو کوچنيانو سره د سی ار اې راډيو مرسته

cri

هر څوک خپله کورنی او د زيږيدو ځای نشی ټاکلی . زياتره کسان له کوچنيوالی څخه د خپلو کورنيو غړيو تر مينې او پاملرنې لاندی وي او د ژوند له ستونزو سره نه مخامخ کيږي ، برعکس کله کله داسې ګيلې کوي چې خواړه خوندور نه دی او د لوبی سامانونه يې کم دی . خو ځينې ماشومان بيا د کورنيو مشکلاتو او ستونزو د ليرې کولو لپاره له پلرونو او ميندو سره مرسته کوي او يوازنی غوښتنه يي خپلو زده کړو ته دوام ورکول وی . خو يوه خبره دا ده چې د هر ماشوم په زړه کې خپله نيکه هيله او خوشحالی شته .

د مياو قوم دوولس کلنې نجلۍ يانګ دا ينګ وويل زما هيله دا ده چې د هېواد پلازمينی بيجينګ ته ولاړه شم او د تيان ان من په ډګر کې د ملی بيرغ د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړم .

اوس د دې هيله تر سره شوی ده ، نجلۍ يانګ او د هغې ملګري چې عمرونه يی له يوولسو څخه تر پنځلسو کلونو پوری دی ، څو ورځی مخکې بيجينګ ته راغلی و . دوی د تيان ان من په ډګر کې د ملی بيرغ د اوچتولو په مراسمو کې ګډون وکړ ، لوی ديوال يې وليد او له چينګ هوا پوهنتون څخه يی ليدنه کتنه وکړه ، دغه راز د بيجينګ له زده کوونکو سره يې يو ځای د جون لومړني ورځ يعني د ماشومانو په نړيوال جشن کې د ډرامی ننداره وکړه چې د خپل ژوند په موده کې يې د بيجينګ په ښار کې څو نه هيريدونکی ورځی تيری کړې دې .

نجلۍ يانګ دا ينګ او د هغې ملګړي د چين په جنوب لويديځ د ګوی جو ولايت د ما

چانګ په نامه غرنی علاقه داری کې ژوند کوی . په دغه سيمه کې ترافيقي چارې ډيرې وروسته پاتی دي ، خلک په کرنی لګيا دی او هره ورځ کچالو او جواري خوري . نجلۍ يانګ دا ينګ خبريال ته د خپل ساده ژوند په هکله معلومات ورکړي ، خو د ناخوښۍ هيڅ احساسات يې نه دی څرګند کړي . هغې وويل زمونږ علاقه داری ډيره کوچنۍ ده او يوازی دوه سوه کورنۍ پکې ميشتې دي او تر ټولو لوړ ودانی دوه پړونه لری . زه هره ورځ سهار په شپږو بجو پاڅېږم او د سباناري له پخولو وروسته ښوونځی ته ځم او له ښوونځی څخه کور ته له ستنيدو وروسته هم ډوډی پخوم ، کور پاکوم او بيا پټي ته ځم . پلار او مور می څو کورني ژوي روزي او د نوی کال د رارسيدو د مخه يې حلالوی چې يوه اندازه غوښې مالګينې شي او د ټول کال لپاره يې ساتو .

نجلۍ يانګ دا ينګ او د هغې ملګړی په دغه ګوښه او بی وزلي ځای کې ژوند کوي . هر تن يی د لومړنی ښوونځی له دوهم او دريم ټولګيو څخه له خپلو پلرونو او ميندو سره ، په مرستو پيل کړی چې دا د زياترو ښاری کوچنيانو لپاره د تصور وړ هم نه ده . مخکې له دې دوی له خپل بی وزلی ټاټوبي څخه بهر ته نه وو وتلي . . د روان کال د ماشومانو په نړيواله ورځ يې دا فرصت تر لاسه کړی چې د هېواد پلازمينی بيجينګ ته ولاړ شي .

په ٢٠٠٥ کال د ګو جو په ولايت کې د چين د بين المللی راډيو خبريالانو د دغه ولايت د ما چانګ په علاقه داری کې د راپور تاژ جوړولو په بهير کې وليدل چې دغه سيمه ډيرې ښکلې منظری لری ، خو د خلکو ژوند يی ډير خراب دی او زيات شمير هوښيار او ځيرک کوچنيان د ستونزو له امله خپلو زده کړو ته دوام نشي ورکړلی . نو زمونږ د

راډيو خبريالانو د دوی له حالت سره ډير خواخوزی ښودلې او د راډيو د مطبوعاتی مرکز کارکوونکو پرېکړه کږې چې د پيسو راغونډولو له لاری له دوی سره د زده کړو د دوام په موخه ورسره مرسته وکړي . زمونږ د راډيو د مطبوعاتی مرکز په اړه د کورنيو چارو د څانګی مشره شينګ د پيسو راغونډولو فعاليت مسئوله ده . هغې له لسو کلونو راهيسی د چين د يون نان او چينګ های په ولايتونو کې د لږکيو له دوو تنو نجونو سره مرسته کړی ده او د بی وزلو کوچنيانو سره مرسته د ميرمن شينګ لپاره اړينه دنده ګرځيدلی ده. هغې وويل له بی وزلو کوچنيانو سره زما او زمونږ د څانګی د مرستې موخه دوی ته يو څه پاملرنه کول دی او بس . څرنګه چې زمونږ معاش هم ډير زيات نه دی ، نو مونږ غواړو چې تر وسی پوری له دوی سره مرسته وکړو ځکه چې پوهنه له بی وزليتوب څخه د دوی د ژغورنې او د راتلونکی ژوند د ښه والي لپاره ډير اهميت لری ، څوک چې له زياتی پوهنې څخه برخه من وي ، ښايې چې له غرنيو سيمو څخه ووځي . که چيری هر څوک د دغو بی وزلو کوچنيانو ته د مرسته لاسونه اوږده کړي ، د دغرنيو سيمو د بی وزليتوب د له منځه وړلو او د هېواد د أبادی لپاره به ډير ګټور وي .

د چين د بين المللی راډيو د مطبوعاتی مرکز کارکوونکو د يو کال راهيس په پرله پسی توګه د ما چانګ علاقه داری بی وزلو کوچنيانو ته پيسی او تدريسي توکی ورکړي دي .

له دغو کوچنيانو سره د مرستو په فعاليت کې د راډيو د لا نور زيات شمير کارکوونکو د ګډون او نورو زياتو بی وزلو کوچنيانو ته د مرستو ورکولو لپاره زمونږ په راډيو کې هغه فعاليت تر سره شو چې د يانګ دا ينګ په ګډون لس کوچنيان په

بيجينګ کې د ماشومانو نړيواله ورځ تيره کړه او د غرنيو سيمو له بی وزلو کوچنيانو سره يې زمونږ د راډيو پاملرنه څرګنده کړې . . زمونږ د راډيو مرستيالې وانګ دونګ می وويل د غرنی سيمی له کوچنيانو سره د مرستی په دغه فعاليت کې د ګوی جو ولايت لسو تنو زده کوونکو د بيجينګ د تيان ان من ډګر ، لوی ديوال ، د سيانس او تکنالوجی نندارتون او د ژو بڼ ته تللي او د هېواد په پلازمينی بيجينګ کې يې د ليدو وړ زيات ځايونه له نژدی څخه وليدل . مونږ هيله لرو چې دوی په خپل راتلونکی ژوند باندی پوره باور ولري ، په خپله زده کړه کې زياتې هڅې او د خپل ټاټوبي د وروستی پاتي حالت د بدلون لپاره اړين خدمتونه تر سره کړي.

دا لومړی ځل دی چې دغه لس تنه زده کوونکی له غرنی سيمی څخه پلازمينې ته راغلي او د موټر او اورګاډی سپرلۍ کوي . بيجينګ ته د تګ په لار کې زيات شيان او پديدي د دوی د حيرانتياوړ وې . دوی ټول ډير هوښيار او ځيرک زده کوونکې دي چې په پيل کې لږ څه شرميدل او له چاپيريال سره له پيژندګلوی وروسته يی په خوشحالۍ سره پوښتنې کولې . دغو کوچنيانو د ډوډی خوړلو په وخت کې هم د جام په پورته کولو سره زمونږ کارکوونکو ته درناوی او مننه څرګنده کړه او ښکلي قومي سندري يي وويلې . نجلۍ لو شياو شياو په سندرو ويلو کې ډيره تکړه ده ، زمونږ د راډيو کارکوونکي د هغې له سندرې سره ډيره مينه لری او ټول هيله لری چې په راتلونکی کې يوه سندر غاړی وګرځي .

له غرنی سيمی څخه راغليو کوچنيانو په بيجينګ کې ډيره خوشحالۍ څو ورځې تيرې کړې او ډير زيات نوی شيان يي وليدل . ښکلی نجلۍ يانګ دا ينګ خبريال ته وويل د سيانس او تکنالوجی په نندارتون کې می ماشينی سړی وليده ، هغه زما

پوښتې ته ځواب رکړ .د ماشينی کس نوم پانګ پانګ دی چې معنی ي چاغوالي دی ، ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته چاغ نه يی ؟ ماشينی تن ما ته ځواب راکړ چې زه چاغ نه يم .

بيجينګ ته دغه سفر پر کوچنيانو باندی مهمه اغيزمنه اچولی ده چې نه يوازی د دوي هيله تر سره شوی او د دوی د راتلونکی لپاره يی هم ستر رول لوبولی دی . نجلۍ يانګ دا ينګ وويل زه به په راتلونکی کې د زده کړې لپاره لا زياتې هڅې وکړم چې په بيجينګ پوهنتون کې شامله شم .

دوی د نويو هلو او ښکليو خاطرو په وړلو سره بير ته خپل ټاټوبی ته ستانه شوي دي . يقين دی چې په راتلونکی کې به زمونږ د راډيو مرستې دوام ولرم او دوی ته به لا زياته پاملرنه وکړي .