<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-09 09:15:13    
ناتو بلاک افغانستان ته د نورو زياتو پوځيانو ليږدولو په اړه پلان تصويب کړيدی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبرله مخی، د جون په اتمه نېټه د ناتو بلاک د غړيو هېوادونو د  دفاع د وزيرانو په غونډه کښی چه په بروکسيل کښی جوړه شوه، افغانستان ته د نورو څه نا څه اووه  زرو پوځيانو د ليږلو په هکله يو پلان تصويب شو٠

د دغه پلان له مخی، د جولای مياشتې تر پايه پوری به په افغانستان کښی د ناتو بلاک په مشرۍ د امنيت ساتلو د نړيوالو پوځيانو عمومی شمير له نهه زرو تنو څخه څه نا څه  شپاړلس زرو تنو ته زيات شی او تر همدې وخت پوری به د ناتو بلاک سوله ساتونکی عمليات  په هر اړخيزه توګه د افغانستان جنوبی برخې ته پراختيا ومومی چه هلته د طالبانو بريد کوونکی فعاليتونه ډير سخت دی ٠

د ناتو بلاک سرمنشی ياپ دی هوپ شيفير له نوموړی غونډې نه وروسته په يوه خبری غونډه کښی وويل چه په افغانستان کښی د سولې ساتلو راتلونکی دندې ډيرې درنې وی٠ هغه نړيوالې ټولنې ته بلنه ورکړه چه د افغانستان له بيا أبادۍ سره لا زياتې مرستې وکړی٠ دغه راز يې د افغانستان له حکومت څخه هم غوښتنه وکړه چه د فساد له منځه وړلو او د ادارې د ښه کولو لپاره واقعی تدبيرونه غوره کړی او د ټولنې د امنيت او ثبات د ټينګښت  لپاره ګټورې زمينې برابرې کړی٠