د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان د چارواکيو او په دغه هېواد کې د امريکايي ځواکونو د جون په نهمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په تيرو دوو ورځو کې د اورزګان ، هرات ، بلخ ، غزنی او زابل په ولايتونو کې څو وسله والې نښتې او بريدونه تر سره شوی چې د ١٣ تنو وسله والو عناصرو او څلور تنو پوليسو په ګډون لږ تر لږه ٢١ تنه په کې وژل شوي دي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند د جون په نهمه نېټه وويل پوليسو په همدې ورځ سهار د نيمروز په ولايت کې په پوځی عمالياتو کې د طالبانو يو قومندان او نور دوه تنه وسله وال عناصر نيولي دي .