د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، په افغانستان کی د چين سفير ليو جيان د روانې مياشتې په ١١ نېټه په کابل کی دچين د عام امنيت وزارت په استازيتوب د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت ته د دری لکه او څلويښت زره امريکايی ډالرو په ارزښت د پوليسی چارو سامان ألې ورکړې .
د دغو سامان ألو د برابرولو په مراسمو کی ښاغلی ليو جيان وويل چه د افغانستان سوله د سيمه ايز ثبات لپاره ګټوره ده او د چين حکومت په افغانستان کی د بيارغونې ملاتړ کوی . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال محمد داود د چين د حکومت له مرستې څخه مننه څرګنده کړه .
له ٢٠٠١ کال راهيسی د چين حکومت د افغانستان پوليسی چارو ته مثبتې مرستې برابرې کړي او تر اوسه پوری يی افغانستان ته د څه ناڅه پنځه مليونه امريکايی ډالرو په ارزښت پوليسی سامان ألې ورکړي دي .