<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-14 20:59:01    
په افغانستان کښی ګډ پوځ اعلان وکړ چې د افغانستان په جنوب کښی به نوی پوځی عمليات پيل کړی

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کښی امريکايی پوځ د جون په ١٤ نېټه وويل چې په افغانستان کښی د امريکې په مشرۍ ګډ پوځ او د افغانستان حکومتی پوځ به په راتلونکی مياشت کښی د افغانستان په جنوب کښی د طالبانو پر وسله والو کسانو باندی نوی بريدونه وکړی٠

په افغانستان کښی د امريکا پوځ وياند په کابل کښی په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل : دغه پوځی عمليات د افغانستان په جنوبی سيمو کښی د طالبانو د وسله والو کسانو د ځپلو لپاره دی چې د هغو له لارې به نه يوازی د طالبانو غړی له منځه يوړل او ونيول شی ، بلکه د افغانستان د حکومت لخوا پر دغو سيمو موثره واکمنی هم حاصله شی ٠

هغه وويل چې دغه پوځی عمليات به د څو مياشتو لپاره دوام وکړی ، خو هغه په عملياتو کښی د ګډون کوونکو پوځيانو شمير او د عملياتو د پيل وخت ندی څرګند کړی٠