<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-15 19:02:59    
په بېجينګ کی د ګونګ فو مسلمانان لوبغاړی

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !

تاسو ته معلومه ده که نه چه د چين له ملی لږکيو څخه د هوی مسلمان قوم تل د ګونګ فو له ورزش سره ډيره مينه لری . له پخوانيو وختونو راهيسی ، هر ځای چه د هوی قوم وګړی اوسيږی ، د ګونګ فو ورزش ليدل کيږی . د چين په پلازمېنه بېجينګ کی هم د دغه قوم زيات وګړي له ګونګ فو سره علاقه لری . د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته له دوی څخه د ځينو په اړه څه معلومات وړاندی کړو !

( اواز )

د بېجينګ د جنوب د نيو جی په واټ کی چه زيات مسلمانان ژوند کوی ، د ګونګ فو ورزش يو کلب شته . د دغه کلب غړی په تفريحی وخت کی د ګونګ فو ورزش او يو له بل سره دغه لوبه کوی .

د هوی قوم وګړی ولې له ګونګ فو سره ځانګړی علاقه لری ؟ د دغه کلب يو غړی ښاغلی جانګ بين زمونږ خبريال ته وويل چه پخوا به د جګړو په وخت کی خلکو د ګونګ فو په وسيله خپل ځانونه ساتل .

د خپل پلار له خوا ښاغلی جانګ د ماشومتوب په وخت کی له ګونګ فو سره بلد شوی خو د ١٧ کلنۍ په وخت کی يی په رسمی توګه د دغه ورزش زده کړه پيل کړه . کله چه له شل کلنۍ واوښت نو له ګونګ فو سره يی مينه او علاقه ژوره شوه . له دې نه وروسته ښاغلی جانګ په بېجينګ کی د ګونګ فو په زياتو سياليو کی هم برياليتوبتونه ترلاسه کړل .

اوس ښاغلی جانګ د يو شرکت څښتن دی خو له ګونګ فو څخه يی لاس نه دی

اخيستی او کله کله په تفريحی وخت کی د دغه ورزش تمرينونه کوی .

د ښاغلی جانګ په شان د ياد شوی کلب د مشر مرستيال ښاغلی يانګ هونګ ليانګ هم د ګونګ فو ورزش ډير خوښوی . خو په لومړيو کی کله چه يی د ګونګ فو په زده کړه پيل وکړ نو وغوښتل يی چه له دغه ورزش څخه لاس واخلی ځکه تمرينونه يی ډير سخت او بی خونده وو . مګر ورپسی هغه له ګونګ فو څخه رښتينې ګټې تر لاسه کړی . هغه زمونږ خبريال ته وويل :

( اواز )

ګونګ فو د خلکو د بدنونو لپاره ډېره ګټوره ده . ما د ګونګ فو څخه د خپل ژوند او روحيې په اړه هم ګټور شيان ترلاسه کړي دي .

په ياد شوی کلب کی د ګونګ فو يو ځانګړی ورزش مروج دی چه بای يوان تونګ بۍ جوان نوميږی . دغه ورزش د ښاغلی جانګ له پلار سره نژدی اړيکې لری . ښاغلی جانګ ګوی ځنګ د ښاغلی جانګ بين پلار او د ښاغلی يانګ معلم دی چه په چين کی د ګونګ فو يو مشهور ماسټر هم دی . ماسټر جانګ په نيو جۍ کی زيږيدلی او په ماشومتوب کی يی د ګونګ فو په زده کړه پيل وکړ . هغه ډير هوښيار او هم زيارکښ دی نو د ګونګ فو په نړۍ کی زيات شهرت لری .

کله چه ماسټر جانګ يو ځوان و د هوی قوم د دغه ځانګړی ورزش د له منځه وړلو له خطر سره مخامخ شو . هغه له خپلو دوستانو سره يو ځای د مشهورو ښوونکو د کتلو او د زده کړې لپاره د چين زياتو ځايونو ته تللی ؤ . د ده له کوششونو وروسته ښاغلی جانګ په دغه ورزش ډير ښه پوهېدلی او په دی اړه يی يو کتاب هم ليکلی دی .

پخوا د هوی قوم وګړو د نورو قومونو وګړو ته د خپلې ګونګ فو درس نه ور کاوه . خو اوس ماسټر جانګ دغه دود مات کړی دی . د ده په زده کوونکو کی نه

يوازی د چين د نورو مليتونو وګړی بلکه د جاپان او کوريا په شمول زيات بهرنيان شامل دی . د خواشينۍ خبره دا ده چه په تېر کال ماسټر جانګ مړ شو خو د چين د ګونګ فو د پياوړتيا لپاره د ده برياليتوب د خلکو له خوا ډيرسيايل کيږی .

د نيو جی سيمې يو چارواکې مېرمن منګ د دغو ګونګ فو ورزش کوونکو په اړه زمونږ خبريال ته وويل :

(اواز )

هغوی د چين د ګونګ فو د ساتنې او پياوړتيا لپاره بريالی کارونه کړي په تېره بيا د نيو جۍ سيمې د ملی کلتور په پراختيا او پرمختګ کی مهم رول لوبولی دی .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . خوشحاله اوسۍ !