د سی ار ای راډيو د خبر له مخی ، د کانادا صدراعظم ستيفين هارپر د جون په ١٥ نيټه اعلان وکړ چی هيواد به يی د افغانستان د بيا رغاونی لپاره شاوخوا نور ١٣ مليونه ٤٠٠ زره امريکايی ډالره برابر کړی .
ښاغلی هارپر په همدی ورځ په پارلمان کی وويل ، له دغو پيسو څخه به د افغانستان په کليو کی د اوبو رسولو د سيستم د بيا کارولو ، کرنې او د خوراکی توکيو دچمتوکولو په برخو کی ګټه واخيستل شی .
له دی مخکی کانادا ژمنه کړی وه چی په راتلونکيو لسو کلونو کی به افغانستان ته د يو مليارد کانادايی ډالرو په اندازه مرسته برابره کړي .