<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-17 19:34:21    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران - درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه امان الله عمران او زما همكاره سپوږمۍ هركلى كوو، په تېرو څلورو اونيو کې مو د (زه او سي آر آی راډيو) د معلوماتي مسابقې په لړ كې څلور مضمونونه خپاره كړل چې په ترڅ كې مو يې د چين بين المللی راډيو د پرمختيايی بهير په اړه يو لړ معلومات ترلاسه کړل. يو ځل بيا بايد يادونه وكړو چې د چين د بين المللي راډيو پرمختګ او هر برياليتوب د ګڼ شمېر اورېدونکيو دوستانو له ملاتړ او همكارۍ سره نژدې تړاو لري. دغه مضمونونه به يو ځل بيا د جولاى مياشتې له دويمې نيمې د موږ او اورېدونكي په پروګرام كې خپاره شي. نو هيله ده تاسې محترم اورېدونكي په دغه مسابقه كې برخه واخلئ او د پوښتنو سم ځوابونه راواستوئ! ډېر به مو نه په انتظار كوم، مايكروفون به خپلې همكارې سپوږمۍ ته پرېږدم چې د اورېدونكيو لومړى ليك راواخلي.

سپوږمۍ – سمه ده، دغه لومړى ليك به راواخلم چې د پاكستان د صوبه سرحد په مانسهره كې د حاجي آباد له دريم شمېره كمپ څخه عبيد الله عابد رالېږلى دى، ده لومړى سلامونه ليكلي او بيا وايي له ماسره ملګري هر يو فضل الله عمري، محمد عارف عرفان، نثار احمد احمدي او لطف الله عمري هم تاسو ته سلامونه وايي. ښاغلى عابد زياتوي دغه زما لومړى ليك دى چې تاسې ته يې در استوم خو خپرونې مو له وخته اورم، زه خپل ملګري فضل الله عمري وهڅولم چې تاسو ته ليك در ولېږم. ګرانه اورېدونكيه عبيد الله، د ليك په رارسېدو دې خوشحاله شوو چې درته خپور مو كړ، او د لا نورو زياتو ليكونو په هيله دې يوو.

عمران – سپوږمۍ په دې تېره موده كې د اورېدونكيوخورا زيات ليكونه رارسېدلي دي، په مانسهره كې له خاكي پنځم شمېره كمپ څخه د ګل مرجان مسلميار له خوا درې ليكونه راغلي دي، نوموړى په خپلو دغو ليكونو كې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه وايي، او بيا ليكي: زه د نهم ټولګي زده كوونكى يم او له ما سره ملګري هر يو وسيم جان، سيدا جان، اېمل جان، محمد جمال او محمد نعيم هم خپل سلامونه وايي. ښاغلي مسلميار زياته كړې: زه ستاسې ټول پروګرامونه د زړه په مينه اورم نو مهرباني وكړئ د پروګرام وخت مو زيات كړئ، دى بيا د داسې ښكليو كتابونو، مجلو او نورو شيانو د ورلېږلو غوښتنه كوي چې په خپله وينا يې پوهه پرې زياته شي او وايي ماته يوه راډيو هم راولېږئ چې ستاسې پروګرامونه په كې صاف واورم. دغه اورېدونكى په خپل يو ليك كې ليكي: زما پر مخ واړه تور خالونه دي او ورو ورو غټېږي مهرباني وكړئ ماته يې درمل راولېږئ، محترم ګل مرجان مسلميار صاحب هيله ده د خپل رنځ لپاره كه رنځ يې بولې يو ډاكتر ته په ورتلو او درملنې وتوانېږي او موږ درته د بشپړې درملنې او روغتيا هيله او دعا كوو.

سپوږمۍ- د پاكستان د بلوچستان له پښين څخه عبد الله جان ارماني دغه ليك را استولى او ليكي: زه او زما ملګري نصيب الله راجا، عبد الباري حيران، بدر الدين عزيزي او شاه محمد ټول د چين بين المللي راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايوو، او لاس په دعا يوو چې ستاسې په همت د پښتو خپرونې نور پرمختګ هم په برخه شي. نوموړى زياتوي موږ ټول پروګرامونه په ډېره مينه سره اورو، په تېره بيا د (موږ اورېدونكي) پروګرام ډېر خوندور دى. عبد الله جان ارماني د خپل ليك په پاى كې وايي چې درې ليكونه مو دراستولي خو ستاسې د خپرونې مواد يا د ليكونو پاكټونه نه دي رارسېدلي، هيله ده راويې لېږئ. ښاغلى ارماني صاحب موږ به هم همداسې به وكړو.

عمران – د پاكستان له كراچۍ څخه زرجان مداخېل يو اوږد ليك را استولىو لومړى يې مېرمن سون مي جو او بيا نورو ټولو همكارانو ته سلامونه ويلي دي. نوموړى زياتوي: ستاسو د راډيو پښتو خپرونې زما ډېرې خوښې دي، خو په خپل ژوند كې د ډېرې بوختيا له امله نه شم كولى هره ورځ يې واورم. ښاغلى مداخېل وايي: كه څه هم په كراچۍ كې زيات شمېر پښتانه شته، خو داسې كم پښتانه شته چې د نورو ژبو د اغېزې په سيوري كې بيا هم له خپلې ژبې سره مينه او خواخوږي ولري، او دغه شان خلك بيا ليكوالان او شاعران دي چې د خپلې ژبې پالنه او ښوونه كوي. اورېدونكي زرجان مداخېل د خپل ليك په پاى كې پښتو هېنداره ستايلې او ارزښتناكه يې بللې او وايي موږ ترې ډېر ګټور معلومات ترلاسه كوو. سپوږمۍ د اورېدونكي زرجان مداخېل له دغه ليك څخه مننه كوو، هيله ده د خپل ژوند په چارو كې بريالى وي او زموږ د خپرونې د اورېدو لپاره وخت ومومي او هم له موږ سره خپلو قلمي اړيكيو ته دوام وركړي.

سپوږمۍ – د پاكستان له مانسهرې څخه اورېدونكي برهان الدين يو ليك را استولى او په كې يې د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي دي، نوموړى وايي: له ماسره ملګري هر يو امان الله امان، نثار احمد خاكسار، حسن خان، طارق الله، محمد عارف عرفان، عنايت الله خياط، شېر محمد او مامور خان هم تاسې ته سلامونه وايي. ښاغلى برهان الدين ليكي: زه د لسم ټولګي زده كوونكى يم، موږ او زموږ نور ملګري هره ورځ د سي آر آى راډيو پښتو خپرونه په ډېر شوق سره اورو په تېره بيا د موږ او اورېدونكي له پروګرام سره مو زياته مينه ده. دغه زما لومړى ليك دى هيله ده راته خپور يې كړئ. دغه اوردونكي د خپل ليك په پاى كې د مجلو او خپرونې موادو د ورلېږلو غوښتنه هم كړې ده.

عمران - سپوږمۍ د پرګرام د پاى شېبو ته نژدې شوي يوو، نو دلته به د هغو اورېدونكيو نومونه واخلو چې موږ ته يې ليكونه رارسېدلي دي دي، د پاكستان له مانسهرې څخه محمد عارف عرفان او ملګرو يې، د صوبه سرحد كلب مشر نثار احمد احمدي او ورسره ملګرو يې، طارق الله همدرد او ملګرو يې او دغه راز فضل الله عمري او ورسره ملګرو يې بېل بېل ليكونه را استولي او په كې يې سلامونه ويلي او د خپرونې له اورېدو سره يې د مينې څرګندونه كړې ده. پر دوى سربېره د صوبه سرحد له هريپور څخه سيد الرحمن بهير له خوا هم يو ليك رارسېدلى چې په كې يې په پښتو وېبپاڼه كې د اورېدونكيو لپاره د يوې پاڼې ځانګړولو وړانديز او بيا يې د مطبوعاتو د نه وررسېدو شكايت كړى دى. همدغه راز د پاكستان له كوهاټ څخه هرات خان ځاځي ليك رالېږلى دى، ده بيا په خپل ليك كې د يو داسې پروګرام د ترتيبولو غوښتنه كړې چې د اورېدونكيو په غوښتنه رنګارنګ موسيقي او پښتو سندرې په كې خپرې شي، ښاغلي ځاځي ته به ووايو چې د اوس لپاره د موږ او اورېدونكي پروګرام په پاى كې يوه پښتو سندره خپروو كه تاسې د كومې ځانګړې سندرې د خپرولو غوښتنه يا سپارښتنه لرئ نو موږ ته يې په اړه وليكلئ. دغه راز د صوبه سرحد له مردان څخه د ملګري محمد عثمان مردانوي له خوا يو ليك او له مانسهرې څخه د عبيد الله صديق او د هغه د ملګرو له خوا دوه ليكونه رارسېدلي چې په كې يې د پښتو هندارې او د خپرونې د بېلابېلو پروګرامونه ستاينه كړې، له همدغې مانسهرې څخه د قاري محراب الدين پرېشان له خوا هم يو ليك راغلى چې په كې يې د خپل ژوند په اړه ليكلي دي، همدغه راز د صوبه سرحد له كوهاټ څخه پير رحمن الله او ملګرو يې، له مانسهرې څڅه خيال محمد او ملګرو يې، له همدغه ځاى څخه قسيم الله او ملګرو يې او د ياسر عمري او دهغه د ملګرو له خوا ليكونه رارسېدلي دي، چې ترې منندوى او د لا نورو ليكونو په تمه يې يوو.

سپوږمۍ اوس نو د سندرې برخې ته رارسېدلي يوو، نو د پروګرام لپاره دې كومه سندره غوره كړې ده؟

سپوږمۍ- عمران صاحب راځه چې دا ځل د بريالي صمدي په غږ دغه ښكلې سندره واورو.

(ماته جانان ووايه) د بريالي صمدي په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.