د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان يو چاروکی د جون په شلمه نېټه وويل چې په تيرو دوو ورځو کښی په افغانستان کښی د زورزياتۍ د پېښو له امله لږ تر لږه پنځه ويشت تنه مړه شول چې يو تن ترکی هم پکښی شامل شو٠
د خبر له مخی د افغانستان د جنوب او جنوب ختيځ په غرنيو سيمو کښی د بهرنی ګډ پوځ او د افغانستان د حکومتی پوځ لخوا د طالبانو د وسله والو کسانو د له منځه وړلو عمليات روان دی٠ نوموړی چارواکی وويل چې بهرنی ګډ پوځ او د افغانستان حکومتی پوځ د جون په اتلسمه نېټه د پکتيکا او هلمند په ولايتونو کښی د طالبانو اتلس تنه وسله وال کسان وژل او نور يوويشت تنه يې ټپيان کړي چې د حکومتی پوځ يو سرتيری پکښی مړ او بل ټپی شوی٠