<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-22 10:33:18    
په افغانستان کې د ائتلافی پوځونو يو کاروان د بم له يوه ځان مرګی بريد سره مخامخ شو چې له امله يی شپږ تنه ټپيان شول.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جون په يوويشتمه نېټه د يو افغان پوليس په وينا د همدې ورځې په ماښام د دغه هېواد په کندهار ښار کې د ائتلافی پوځونو يو کاروان د بم له يوه ځان مرګی بريد سره مخامخ شو چې له امله يی د دوو تنو سرتيريو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول.

د ائتلافی پوځونو وياند خبريال ته ويلی چې د همدې ورځې د سهار په اتو بجو په کندهار کی د کانادا پر يو پوځی موټر د يو بمی بريد له امله څلور سرتيری ټپيان شول.

د روان کال له پيل له پيل راهيسی طالبانو د افغانستان په جنوب کې خپل بريدونه زيات کړي او په تيرو شپږو مياشتو کې يی د ديرش تنو امريکايی سرتيريو په شمول د ائتلافی پوځونو څه دپاسه څلويښت تنه سرتيري وژلي دي.