<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-24 19:22:53    
مونږ او اوريدونکي

cri

سپوږمۍ - ګرانو اورېدونكيو ستړي مشئ! زه سپوږمۍ او زما همكار امان الله عمران يو ځل بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام وړاندې كولو لپاره په سټوډيو كې يوو، پروګرام ته مو هركلى كوو، پوهېږم چې تاسې به خپلو ليكونو ته په انتظار وئ، نو خبرې به رالنډې كړم او مايكروفون به خپل همكار عمران صاحب ته پرېږدم چې په ليكونو پيل وكړي.

عمران- سمه ده سپوږمۍ زه به هم همداسې وكړم لومړى ليك به راواخلم چې د بلوچستان په پشين كې له تراټي كلي څخه بدر الدين عزيزي او ورسره ملګرو يې هر يو لعل محمد ساحر، محمد نعيم آزاد او عبد الباري حيران را استولى دى. دوى ويلي: لومړى د پښتو څانګې ټولو همكارانو او بيا د راډيو له لارې اقبال بشر دوست، محمد عارف عرفان، بشريار مندوخېل، سعيد الرحمن بهير، معشوق جان كاموال او نورو اورېدونكيو دوستانو ته تاوده سلامونه وړاندې كوو. ښاغلى بدر الدين زياتوي پښتو هنداره ډېره په زړه پورې، كاغذ يې ډېر ښه او خپرنيز بهير يې هم ډېر ښكلى دى، او بيا يې د يوې مياشتنۍ كېدو او په كې د ځينو اورېدونكيو شاعرانو د غزلونو خپرېدو وړانديز هم كړى دى. نوموړي سيد وارث حنيفي او ملنګ جان شابيوال ته مباركي ويلې چې ليكونه يې په پښتو هنداره كې د خپرېدو لپاره غوره شوي دي. اورېدونكي بدر الدين عزيزي له ما نه غوښتنه كړې چې دغه ليك به زه په خپله ورته خپروم، نو دا دى ما هم ورته خپور او ولوست، خو نوموړى بيا نور زياتوي او وايي: زه له تا نه ډېر خپه يم، ځكه چې زه د زړه په درد غزل جوړ كړم او تاسو ته يې د خپرېدو په هيله درواستوم خو تاسې د شك په سترګه ورته ګورئ او نه يې خپروئ. ښاغلي بدر الدين عزيز ته به ووايو هيله ده چې خپه نه شئ، تاسې د سي آر اى راډيو پخواني اورېدونكي ياست، ستاسې ليكونه مو كوښښ كړى هر وخت خپاره كړو، پاتې شوه د شعرونو د خپرولو خبره، لكه څنګه مو چې د پروګرام په مخكينيو كړيو كې ويلي وو، يوازې داسې شعرونه د خپرولو لپاره غوره كېږي چې د شعر له وزن او قافيې سره سم په زړه پورې معنى او پيغام په كې نغښتى وي. ستاسې له خوا رالېږلي شعرونه د ستاينې وړ دي، خو ځينې وخت د پروګرام وخت د لنډوالي له مخې نه شو كولاى ټول شعرونه يا بشپړ ليكونه خپاره كړو، نو هيله ده زموږ عذر ومنئ، او دا چې تاسې په ۲۰۰۵ كې د چين د بين المللي راډيو په سيالۍ كې د برياليتوب جايزه او شهادتپاڼه نه ده تر لاسه كړې، ستاسې په پوستي پته كې له ستونزې سره اړه لري، ستاسې جايزه او پاڼه په هماغه وخت كې در استول شوي، هيله ده په راتلونكي كې په نورو سياليو كې برخه واخلئ او برياليتوب مو په برخه شي.

سپوږمۍ – د صوبه سرحد له كوهاټ څخه د آريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي له خوا دوه ليكونه رارسېدلي دي. ده لومړى د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او زياتوي چې پروګرامونه مو ډېر په شوق او مينه سره اورو. نوموړى په خپل يو ليك كې وايي: تېره ورځ مې ستاسې د انترنېټ پاڼه وكتله چې ډېر زيات پرې خوشحاله شوم، بېلا بېل پروګرامونه ډېر په زړه پورې، په ښايسته سرليكونو او هم په صفا او روانه پښتو ليكل شوي وو، د افغانستان په باره كې هم ښو او ګټورو معلوماتو ته په كې ځاى وركړى شوي وو او خوندورې موضوع ګانې يې درلودې. ښاغلى حنيفي زياتوي: ډېر خوشحاله شوم چې سي آر آى پښتو څانګه دغه شان ښايسته او په زړه پورې وېبپاڼه لري. ده بيا د پښتو سندرو د خپرولو په اړه ويلي: تاسې بايد د افغانستان د پخوانيو سندرغاړيو سندرې د اورېدونكيو په خوښه خپرې كړئ، او هم د پښتو سندرغاړي سره د لږ څه وخت لپاره مركه وكړئ چې دغه كار به جالب او په زړه پورې وي. ښاغلى حنيفي صاحب د ليكونو په رارسېدو دې خوشحاله شوو، او هم د پښتو وېبپاڼې د ستايلو او د سندرو د خپرولو په اړه له وړانديز څخه دې مننه كوو. اوس مهال موږ د موږ او اورېدونكي پروګرام په پاى كې يوه پښتو سندره خپروو، كه د كوم اورېدونكي يا ستاسې له خوا د كومې ځانګړې سندرې د خپرولو غوښتنه راورسېږي موږ به يې د شتوالي په حال كې هرومرو خپره كړو، ستاسې د نورو ليكونو او ګټورو وړانديزونو په هيله.

عمران – سپوږمۍ دغه بل ليك هم په كوهاټ كې له ګمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست را استولى او وايي: زه او د كلب زيات شمېر غړي د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته خپل سلامونه وړاندې كوو، او زياتوي: موږ ستاسې ټولې خپرونې اورو، خو بيا وايي د اردو ژبې او نورې نړيوالې خپرونې صفا اورېدل كېږي يوازې ستاسې خپرونه پاكه او صفا نه وي، او بل په ډېره سخته سره نيول كېږي. ښاغلي بشردوست بيا د پښتو خپرونې ستاينه كړې او وايي: ستاسې خپرونې په سمه توګه نړيوال رنګ غوره كړى، خبرونه او تبصرې مو ډېرې ښې دي، د پروګرامونو په بدلون سره به ستاسې ټول پروګرامونه نړيوال شي، موږ به يې هم په اړه د خپلو نظرونو، وړانديزونز او نيوكو در استولو ته دوام وركړو. نوموړى زياتوي اريوب كلب څه د پاسه يوولس كاله كېږي چې له سي آر آى سره خپله قلمي دوستي لري، زموږ د دې خبرې ثبوت ستاسې له خوا رالېږل شوي مطبوعات دي چې په لومړيو كې مو موږ ته رالېږلي وو. محترم بشردوست صاحب موږ هم خوشحاله يوو چې تاسې د سي آر آى ډېر پخواني اورېدونكي ياست او لا تر اوسه مو سي آر آى راډيو اورېدلې او له موږ سره مو خپلو قلمي اړيكيو ته دوام وركړئ دي، هيله ده په راتلونكي كې هم خپلې قلمي همكارۍ ته همداسې دوام وركړئ.

سپوږمۍ - له مانسهرې څخه د صوبه سرحد كلب مشر نثار احمد احمدي له خوا دوه ليكونه رارسېدلي دي، لومړى يې د خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي، بيا يې ليكلي زه او زما ټول ملګري ستاسې دايمي اورېدونكي يوو، ستاسې ټول پروګرامونه اورو او ډېره مينه ورسره لرو، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام ډېر په زړه پورې دى او د زړه په غوږونو يې اورو. ښاغلي نثار احمد د ټولو پروګرامونو ستاينه كړې او وايي ستاسې په زړه پورې پروګرامونه موږ دې ته هڅوي چې هر وخت ليكونه در واستوو او د خپلو احساساتو څرګندونه وكړو. نوموړى بيا زياتوي په رښتيا سره هم د چين وګړي له افغانانو سره ډېره زياته مينه لري، خداى وكړي دغه مينه دوام وكړي، زموږ په ځاى كې د چين وګړي د زلزلې ځپلو وګړو سره د مرستې لپاره راغلي، زه هلته ورځم او له هغوى سره د چينې ژبې لغتونه وايم چې تاسې په پښتو هنداره كې د چينې ژبې لوست په برخه كې خپاره كړي دي.

عمران صاحب اوس نو دپروګرام وروستۍ شېبې دي، نو د پروګرام لپاره دې كومه سندره غوره كړې ده؟

عمران - سپوږمۍ راځه چې دا ځل د يوې نوې سندر غاړې ازرا ناز په غږ دغه ښكلې سندره واورو.

(واى واى يار مې ښايسته سترګې لري خومارې) د ازرا ناز په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.