ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم !
چين د هان قوم په شمول نور پنځه پنځوس ملی لږکۍ هم لری چې پکی د ٢٢ ملی لږکيو نفوس له يو لکه تنو څخه کم دی او دوی ته لږ وګړی لرونکی ملی لږکۍ يا کوچنۍ ملی لږکی هم ويل کيږی . دغه ملی لږکی په عمده توګه په ليريو پرتو سيمو کی اوسيږی او د ورځني ژوند کچه يی هم وروسته پاتی ده . د دوی د ژوند د ښه والی لپاره د تيرې پيړۍ له پايه راهيسی چين په وار سره يو لړ تدبيرونه نيولی دي .
زمونږ د راډيو خبريالانو په دی وروستيو ورځو کی د چين د جنوب لوېديځ او شمال ختيځ د ملی لږکيو سيمو ته تللی او د دوی په اړه يی ځينی معلومات ترلاسه کړي دي .
( موسيقی )
د نو په نامه ملی لږکۍ د چين د جنوب لوېديځ په يون نان ولايت کی اوسيږی . د دغه ولايت له مرکز څخه زمونږ خبريالانو د بس په وسيلې سره ١٨ ساعتونه لاره ووهله چې يوې ولسوالۍ ته او بيا د يو ساعت د منزل وروسته د جيا شنګ په نامه د نو ملی لږکی يو کلی ته ورسيدل . اوس په دغه کلی کی د واټونو پر غاړو نوی کورونه ښکاری چې د پخوانۍ د بی وزلۍ بڼه يی بيخی له منځه وړې ده .
په دغه کلی کی د ښاغلی ليو يانګ های د کور په لوی سالون کی تېلېويزيون ، يخچال او د کاليو د مينځلو ماشين ليدل کيږی . ښاغلی ليو زمونږ خبريال ته وويل چې له ٢٠٠٠ کال راهيسی په دغه کلی کی د توريزم چارې ترسره شوی او کليوالو ته يی ګټې
رسولی دی . په دې اړه هغه وويل :
(اواز )
پخوا زمونږ اقتصادی عايد ډير کم و له کرهڼې پرته مونږ يوازی د چرګانو د خرڅولو په شمول له داسی چارو څخه ګټه ترلاسه کوله او ژوند مو ډير سخت و .
د دغه حالت د بدلولو لپاره د تيرې پيړۍ له پايه راهيسی حکومت يو لړ تدبيرونه نيولی دی او د بېلګې په توګه له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری
حکومت د کوچنيو ملی لږکيو د ژوند د ښوالی لپاره څه دپاسه سل مليونه يونه پانګه اچولی ده .
پروسږکال حکومت د کوچنيو ملی لږکيو د پرمختګ د هڅولو پلان هم جوړ کړ چې له ٢٠٠٥ کال نه تر ٢٠١٠ کال پوری به پلی شی . د چين د ملی لږکيو چارو د ملی کميټې د اقتصاد څانګې د مشر مرستيال له چانګ هونګ دې ته اشاره وکړه :
( اواز )
د دغه پلان د پلی کولو موخه د پنځو کلونو لپاره د کوچنيو ملی لږکيو د پوښاک او څښاک اړتياوې پوره کول دی چې د دوی د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ سويه د ځايی خلکو له منځنی سويې سره برابره شی .
هغه زياته کړه چې دغې موخې ته د رسيدو لپاره به په راتلونکيو پنځو کلونو کی دچين د بيلابيلو کچو حکومتونه يو مليارد يونه پانګه واچوی .
په دی وروستيو کلونو کی د حکومت د مرستو په رڼا کی کوچنيو ملی لږکيو زيات پرمختګ او ښه والی موندلی . د پومی قوم له دغو ملی لږکيو څخه شمېرل کيږی چې وګړی يی د چين د يون نان ولايت په شمال لوېديځه برخه کی ژوند کوی . ځايی چارواکې مېرمن هه جو چن زمونږ خبريال ته وويل چې ځايی حکومت د پومی قوم هر کور ته په وړيا توګه دوه غويی ورکړي دي او غواړی هغوی د کورنيو حيواناتو له
روزلو څخه ګټه ترلاسه کړي . هغې وويل :
(اواز )
دلته ځمکه د سمندر له سطحې نه ډيره لوړه ده او د حيواناتو د روزلو چارې به ځايی خلکو ته ثابتې ګټې ورسوی . نو مونږ د بزګرانو د نظرونو له اورېدلو وروسته په دغه ساحه کی يو مليون يونه پانګه واچوله . اوس هر کال هر بزګره کورنۍ ورڅخه نور ١٠٠٠ يونه ګټلی شی .
برسيره پردی ، د چين د ملی لږکيو چارو د ملی کميټې چارواکی له چانګ هونګ څرګنده کړه چې په راتلونکی کی به حکومت له کوچنيو ملی لږکيو سره لازياتې مرستې وکړي .
ګرانو اوريدونکو ! زمونږ د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده او ستاسی له غوږ نيولو څخه هم مننه کوو !