<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-01 17:16:05    
د اورېدونکيو او سي آرآی راډيو ترمنځ اغېزمنې خبرې او په زړه پورې کيسې

cri

سپوږمۍ - ګرانو اورېدونكيو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه سپوږمۍ او زما همكار امان الله عمران هركلى كوو، هيله ده روغ او خوشحاله وئ، په تېرو دريو اونيو کې د زه او سي آر آی د معلوماتي مسابقې په لړ كې درې مضمونونه خپاره شول چې په ترڅ كې مو يې د چين د بين المللی راډيو د پرمختيايی بهير په اړه يولړ معلومات ترلاسه کړل. دلته بايد يادونه وكړو چې د چين د بين المللي راډيو پرمختګ او هر برياليتوب د ګڼ شمېر اورېدونکيو دوستانو له ملاتړ او همكارۍ څخه نه بېلېږي. د پروګرام په دې کړۍ کې به تاسو ته د دغې معلوماتي مسابقې په اړه څلورم او وروستی مضمون وړاندې کړو. په دغه مضمون كې به په ګډه د اورېدونکيو او سي آر آی ترمنځ ځينې اغېزمنې خبرې او په زړه پورې کيسې واورو.

يو ځل بيا به هم د پخوا په شان په پيل کې له تاسو څخه دوه پوښتنې وکړو هيله ده سم ځوابونه يې راواستوئ:

لومړۍ _ د سي آر آی راډيو تر اوسه پورې له چين نه بهر د اورېدونکيو څومره کلبونه لري؟

دوهمه _ په ٢٠٠٥ کال کې د اورېدونکيو څومره ليکونه سي آر آی راډيو ته رارسېدلی وو؟

عمران- لږ موده مخکې د سريلانکا د سترګوګاټيو يو مشهور بانک ته د پلازمېنې کولمبو د اندرانانده نومي اوسېدونکي يو ځانګړی غوښتنليک ورسېد چې پکې يې وړانديز كړى و که ممکن وي دى به د خپلو سترګو پردې يو چينايي ته ورکړي. په دې هکله ښاغلي اندرانانده وويل: (غږ ۱)

زه د چين د بين المللی راډيو يو وفادار اورېدونکی يم، د دغې راډيو له لارې مې له چين سره پېژندګلوي کړې او له چين سره مې مينه او علاقه موندلې ده.

ښاغلي اندرانانده د سي آر آی راډيو د سريلانکا اورېدونکيو د ټولنې مشر دی او په تېرو څو کلونو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکيو د پياوړتيا لپاره هلې ځلې کړې او لا کوي يې. د ده د هلوځلو له برکته د چين په منځنۍ برخه کې د هو نان ولايتي مرکز څانګ شا د سريلانکا له کالودارا سره د دوستانه ښارونو په توګه اړيکي ټينګ کړي چې له مخې يې د چين حکومت او له نورو هېوادونو سره د چين د دوستۍ ټولنې په جلا جلا توګه نوموړي ته د دوستۍ په نامه دولتي جايزه او د سريلانکا د دوستۍ د سفير وياړ ورکړی او له همدې امله د دولت رئيس هوجين تاو په ګډون د چين يو شمېر دولتي مشرانو هم له نوموړي سره وکتل. سربېره پردې د هغه د زيارونو او کوښښونو له امله اوس په سريلانکا کې د سي آر آی راډيو څه دپاسه اووه سوه کلوبونه جوړشوي دي.

په تېرو ٦٥ کلونو کې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د ښاغلي اندرانانده په شان د سي آر آی د وفادارو اورېدونکيو شمېر ډېر زيات شوى دى. د بېلګې په توګه د اروپا په اسپانيا کې د سي آر آی يو پخوانى اورېدونکى اليخاندرو برونچاليس له څو کلونو راهيسې داسې يو عادت لري چې نژدې هر ماښام د راډيو تر څنګ كښېني او په جديت سره د چين غږونه اوري. (غږ ۲)

نوموړي په اسپانوي ژبه وايي: زه د چين د بين المللي راډيو ټول پروګرامونه په ذوق سره اورم، په تېره بيا د ټولنيز ژوند، د چين د کلتور او سيلانۍ په ګډون ځينې پروګرامونه زما ډېر خوښ دي او د اورېدونکيو د پوستي صندوق په نامه پروګرام اورېدل زما د ورځني ژوند يوه برخه ده چې له سي آر آی راډيو سره زما په دوستانه اړيکيو کې يې يو پل درولی دی. زه ځکه له دغو پروګرامونو سره مينه او علاقه لرم چې د دغه ځانګړي ختيځ هېواد يو ډول ځانګړی کلتور ښيي.

سپوږمۍ - په امريکا کې د نيوکاسل د ښاري پارلمان يو غړی چې بيل تورکيلدسين نومېږي، په تېرو لسو کلونو کې تل د سي آر آی خپرونې اوري او خپلو ښاريانو ته يې د چين د پرمختيا په اړه بېلا بېل معلومات ورکړي او ورکوي يې. د تېرکال د مارچ په مياشت کې د ده د هلوځلو له لارې د چين د جنوب لويديځ د نان نينګ ښار يو پلاوي له نيوکاسل ښار څخه ليدنه وکړه چې له امله يې په همدې ورځ د چين ملي بيرغ د دغه ښار په هوا کې جګ رپېده.

د سي آر آی راډيو د پروګرامونو اورېدو له لارې بهرنيو اورېدونکيو په تدريجي توګه چين پېژندلی او ورسره يې مينه زياته شوې ده. له دوی څخه زياتو کسانو د بريښناليکونو او ليکونو له لارې له چين او سي آر آی راډيو سره خپله مينه او دوستي څرګنده کړې او په رښتينې توګه يې خپل ارزښتناک نظرونه او وړانيزونه وړاندې کړي دي.

د بېلګې په توګه د سواهيلی خپرونه دکينيا، تانزانيا، يوګندا او بروندي په ګډون په يو شمېر افريقايي هېوادونو کې ډېر زيات اورېدونکي لري. د دغې څانګې يو کارکوونکي ښاغلي هوانګ يان لينګ وويل: ( غږ ۳)

ځينې اورېدونکي هره ورځ موږ ته يو ليک راليږي چې نه يوازې د همدې ورځې د خپرونې مطالبو يادونه په كې كوي، بلکه د دغو پروګرامونو له اورېدو وروسته خپلې نظريې هم څرګندوي. د دوی دغه ليکونه زمونږ پر کارونو ډېره اغېزه كوي.

عمران - د چيني ژبې لوست د سي آر آی راډيو يو ځانګړی پروګرام دی. زياتو اورېدونکيو د دغه پروګرام له لارې د چينی ژبې له زده کړې وروسته خپلو ملګريو او خپلوانو ته هم چيني ژبه ورزده کړې چې له امله يې د چين کلتور له هېواد بهر په پراخه خپور شوی دی.

د جاپان يوې اورېدونکې ساکورای کيميکو پخوا د چينايي ژبې د زده کړې لپاره په چين کې دوه کاله تېر کړي وو او خپل هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته د سي آر آی د خپرونو له لارې په پرله پسی توګه د چينايي ژبې سويې د لوړولو په هڅه کې ده او دغه راز په ځينو ښوونځيو کې د چيني ژبې د ښوونې دنده هم پر غاړه لري. اوس د هغې زده کوونکي هم هره ورځ د سي آر آی جاپاني خپرونې اوري او د ليدنې لپاره په ډله ايز ډول چين ته راځی. هر کله چې دوی بېجينګ ته راځي، هرومرو د سي آر آی راډيو ميلمانه كېږي. (غږ ۴)

ميرمن ساکورای کيميکو په جاپانۍ ژبه وايي: هر کله چې زه او زما زده کوونکي بيجينګ ته راځو نو هرومرو له سي آر آی راډيو څخه ليدنه کوو، موږ دلته د جاپانۍ څانګې له کارکوونکيو سره په چيني يا جاپانۍ ژبو خبرې کوو چې دغه ډول منظره ډېره په زړه پورې وي. هرکله چې زمازده کوونکي بېرته جاپان ته ستنېږي، په خوشحالۍ سره خپل انځورونه نورو ټولګيوالو ته ښيي چې له امله يې زما زده کوونکي په نوبتي توګه بېجېنګ ته راځي.

سپوږمۍ - د سي آر آی راډيو ودانۍ په دوهم پوړ کې يو ځانګړی نندارتون شته چې په کې د اورېدونکيو له لوري بېلا بېلې رالېږل شوې ښکلې او ارزښتناکې تحفې ايښودل شوې دي. مېرمن شه لی د سي آر آی له اورېدونکيو سره د اړيكيو د څانګې مشره ده، دا وايي: په تېرو ٦٥ کلونو کې د سي آر آی د اورېدونکيو شمېرد زياتېدو په حال کې دی او ددوی د پوهنې کچه او سويه هم په پر له پسې توګه لوړېږي. (غږ ۵)

نوموړې وايي: د ٦٥ کلونو پرمختيا له لارې د نړۍ په هر ګوټ کې زموږ اورېدونکي شته او د اورېدونکيو کلبونه هم زياتېږي. تر اوسه پورې له هېواد نه بهر د سي آر آی راډيو د اورېدونکيو (٣٦٠٠ ) کلبونه شته. هر کال موږ له دغو کلبونو سره د خپلو اړيکيو د پياوړتيا لپاره ډول ډول ګټور فعاليتونه ترسره کوو . په ٢٠٠٥ کال کې موږ ته دوه مليونه او ١٧٠ زره ليکونه رارسېدلی وو .

عمران - ګرانو اورېدونکيو، تر ننه پورې مو د زه او سي آر آی د معلوماتي مسابقې په اړه ټول څلور مضمونونه خپاره كړل، هيلمن يوو چې تاسو په دغه مسابقه کې فعاله برخه واخلئ او برياليتوب مو په برخه شي. د پروګرام په پای کې به د ننۍ كړۍ دوه پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړو:

لومړۍ _ د سي آر آی راډيو تر اوسه پورې له چين نه بهر د اورېدونکيو څومره کلبونه لري؟

دوهمه _ په ٢٠٠٥ کال کې د اورېدونکيو څومره ليکونه سي آر آی راډيو ته رارسېدلی وو؟

سپوږمۍ- عمران صاحب دغه بله پوښتنه به زه ستا نه وكړم چې د پروګرام لپاره دې كومه سندره غوره كړې ده؟

عمران- سپوږمۍ راځه چې دا ځل د ځوانې سندرغاړې نازيه اقبال دغه ښكلې سندره واورو.

(دنيا ډېره ده مكاره) د نازيه اقبال په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو وېبپاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.