د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، په افغانستان کی ميشت ګډ پوځ دجولای په دريمه نېټه ددې خبر پخلی کړ چې د دغه پوځ يوه ای اچ _٦٤ اپاچی ډوله پوځی چورلکه تيره ورځ د کندهار په هوايی ډګر کی ولوېدله چې پکی يو تنه مړ او يو تن بل ټپی شوی دی .
د ګډ پوځ له خوا په يوه خبری اعلاميه کی ويل شوی چې د جولای د دوهمې نېټې په شپه وسله والو کسانو د ګډ پوځ تر کنترول لاندی د کندهار پر هوايی ډګر بريد وکړ او ګډ پوځ د چورلکو له لاری متقابل بريد وکړ خو د الوتکه د پورته کيدو څخه په لنډ وخت کی ولوېدله .