د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، له بی بی سی سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کی افغان ولسمشر حامد کرزي دا خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کی ناامنی سختيږی که مخنيوی يی ونه شی نو شاوخواسيمو ته به هم خپره شی . هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کی له افغانستان سره مرستې وکړي .
هغه وويل چې په دې وروستيو دوو کلونو کی د دغه هېواد امنيتی حالت سخت شوی دی په تيره بيا د روان کال له پيل راهيسی يی حالت د سختې انديښنې وړ دی .
ښاغلی کرزی دې ته اشاره وکړه چې د دغه هېواد د امنيتی ځواکونو د توان کمښت ، د حکومتی چارواکيو فساد او افغانستان ته د روزل شويو بهرنيو ترهګرانو ننوتل په دغه هېواد کی د ناامنی د سختوالی اصلی لاملونه دی .