<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-06 18:53:37    
د ازبک قوم سندرغاړی له عامه خيريه چارو سره مينه لری

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پرواګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !

د چين د شينجيانګ ويغوری قوم خپلواکه سيمه يو زيات شمير قومونو لرونکی سيمه ده او د زياتو قومونو خلک په سندرو او نڅا کی لوی لاس لری . د ازبک قوم هم همدې ډلې څخه دی چې زيات سندرغاړی له دغه قوم څخه دي . د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته د ازبکی قوم يو مشور سندرغاړی شياميلی دروپېژنی . ښاغلی شياميلی د سندرو ويلو نه پرته له عامه خيريه چارو سره هم زياته مينه لری چې د شاوخوا خلکو په زړونو کی يو هنرمند او د عامه خيريه چارو په اړه يو سفير ګڼل کيږی .

ښاغلی شياميلی د هېواد يو مشهور سندرغاړی دی چې په ١٩٥٨ کال کی زيږيدلی دی . له ١٩٧٩ کاله راهيسی هغه د (( دابن ښارګوټی کيسې )) (( د الا قتل )) په شمول څه دپاسه دوه سوه سندرې ليکلی او ويلی يی دي چې سندرو يی د چين ، جاپان او سينګاپور زيات خلک ځان ته راجلب کړي دي .

هغه کوټه چه له ١٠ مربع مترو څخه کوچنی ده او يوه پيانو ، يو کسيز کټ او يو ميز ليدل کيږی ، د ده د تمرين او اوسيدو ځای دی .خو د دغې کوچنی کوټې په بيلابيلو برخو کی زياتې وياړليکونه او کپونه او موسيقی نوټونه تر سترګو کيږی او رنګارنګ کتابونه له يوې المارۍ څخه ډک دي . له دی نه څرګنديږی چې هغه د کتاب له لوستلو سره ډيره مينه لری . په دې اړه هغه وويل :

مطالعه او زده کړه ډيره مهمه ده . که مونږ يوازی په پر له پسی توګه زده کړه وکړو نو د وخت له ګامونو سره سمون موندلی شو .

کله چې په ١٩٧٦ کال کی د شينجيانګ د سرحدی سرتيريو په جلبولو پيل وشو . شياميلی په ښوونځی کی درس لوسته او غوښتل يی چې په پوځ کی ګډون او په سرحدی سيمه کی ګزمی وکړي . په قومی سندرو او نڅاو او د موسيقی سامانونو سره د ده د بلد تيا له امله ١٧ کلن شياميلی په ځانګړی توګه د دغه پوځ له خوا ومنل شو .

له سطحې نه په ٤٠٠٠ متره لوړه کی شياميلی د رخصتي په وخت کی خپلو ملګرو ته ته سندرې ويلې . دغه راز پوځی ژوند د سندرو جوړولو هڅونه هم ده . د نيمې مياشتې له کوششونو وروسته هغه خپله لومړی سندره ليکلی چې نوم يی (( زه د ټولی يو سندرغاړی يم )) :

( موسيقی )

د ١٩٨١ کال په جولای کی دغې سندرې يی د ټولو ځواکونو په هنری نندارو کی د شعر ليکلو او سندرو ويلو دوه لومړی مقامونه وګټل . دغه راز د ده سندرو لکه (( زما سندرې )) (( زما تښور )) او داسی نورو هم زيات برياليتوبونه ترلاسه کړل . په ١٩٨٤ کال کی هغه د شينجيانګ د پوځی سيمې د هنرمنانو په ډله کی ومنل شو .

برسيره پردی ښاغلی شياميلی له عامه خيريه چارو سره ډيره مينه لری او کله کله بی وزلو کورنيو ته د مرستې کولو لاس اوږدوی . په ٢٠٠٢ کال کی هغه د شينجيانګ د خيريه چارو په اړه لومړی سفير وټاکل شو . په ٢٠٠٣ کال کی د سينجيانګ په کشغر ښار کی ١٨ کلنه ويغوری نجلۍ نامن ګلی د وينې په سرطان اخته شوې او د درملنې لپاره يی کافی پيسې نه درلودې . له دی وروسته ښاغلی شياميلی دری زره يونه مرستې ورته برابرې کړې او بيا وروسته يی يوځل بيا د سندرو ويلو له لارې راغونډ شوی لس زره يونه هم دغې نجلۍ ته ورکړې دي . الحمدالله په پای کی دغه نجلۍ له ناروغۍ څخه وتلی او روغه جوړه شوه .

دغه راز کيسې زياتې دي او په دې اړه د شينجيانګ د عامه خيريه چارو د ټولنې سرمنشی اغلی ما لی وويل :

( اواز )

د عامه خيريه چارو د سفير له ټاکل کيدو نه مخکی ښاغلی شيامليلی تل په دې ساحه کی کوشش کاوه . هغه په غوره روحيه او ښکلی غږ سره شينجيانګ او خلکو ته خپله مينه څرګندوی . له هنری او خيريه چارو سره مينه د ده په وينو کی ګډه شوی ده . هغه د خلکو په زړونو کی غوره هنرمند او د خيريه چارو سفير دی نو هرکله يی چې خلک ګوری د ده په شاوخوا راغونډ شی . هغه د شينجيانګ د خيريه چارو په پرمختګ کی زيات کوششونه کړي دي او برياليتوبونه يی هم د ياد وړ دي .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . ساسو له غوږ نيولو څخه مننه کوو !