<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-08 16:46:33    
مونږ او اوريدونکی

cri
غوټۍ– ګرانو اورېدونكيو يو ځل بيا هم د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى، دا ځل زه غوټۍ له امان الله عمران سره د پروګرام وړاندې كولو لپاره سټوډيو ته راغلې يم، پروګرام ته مو هركلى كوو، پوهېږم چې د خپلو ليكونو اورېدلو لپاره به راډيوګانو ته په انتظار ناست وئ، نو خپلې خبرې نورې نه اوږدوم او مايكروفون به عمران صاحب ته پرېږدم چې لومړى ليك راوخلي او پروګرام پيل كړي.

عمران – هو غوټۍ لومړى ليك به راواخلم، چې د صوبه سرحد له كوهاټ څخه سيد فضل الباري مشفق را استولى دى. لومړى يې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ليكلي او بيا يې زياته كړې: ستاسې له اخلاص نه ډك سوغات راورسېد، چې د پښتو هېندارې يوشمېر ګڼې هم په كې شاملې وې، ډېر پرې خوشحاله شوم، په ډېره مينه او ژور فكر مې ولوستلې، د چين په اړه مې ډېر معلومات ترې ترلاسه كړل. اورېدونكى فضل الباري مشفق زياتوي: ستاسې اخلاص يو ځل بيا وهڅولم چې يو ليك درته وليكم او خپل قلمي اړيكي لا پياوړي وساتو. ده بيا د پښتو هېندارې په اړه ويلي: په اصولو يې پوه نه شوم چې تاسې ورته ورځپاڼه وايئ او زما په ګومان دا ورځپاڼه نه ده، نو ښاغلي مشفق ته به ووايو چې ستا ګومان سم دى، موږ هم پښتو هېنداره ورځپاڼه نه ده بللې، بلكه يوه جريده ده چې په دريو مياشتو كې خپرېږي. نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې ويلي: د سي آر آى د هرې بلې خپرونې وخت زيات او يوازې د پښتو خپرونې وخت كم دى، مهرباني وكړئ د پښتو خپرونې وخت زيات كړئ، بله دا چې په چين كې خو به زما په ګومان پښتانه ډېر كم وي، نو بيا ستاسې همكارانو او كاركوونكيو پښتو څنګه زده كړې ده؟ هو ښاغلى مشفق صاحب په چين كې پښتانه كه وي هم ډېر كم دي، او د پښتو څانګې كاركوونكيو پښتو ژبه په بېجېنګ كې د تماس يا تړاو پوهنتون په پښتو څانګه كې په زده كړه كې ياده كړې ده، دوى ټولو هلته له زده كړې او فارغېدو وروسته د سي آر آى راډيو پښتو څانګه كې په كار پيل كړى دى.

غوټۍ – د صوبه سرحد په مانسهره كې د افغان كډوالو له دريم شمېره كمپ څخه عبد الكبير محمدي له خوا يو ليك رارسېدلى، او ليكلي يې دي: هيله ده يو لوى پاكټ راواستوئ چې د پښتو ژبې يو ټوك او ګرامر درواستوم، ځكه چې زيات لګښت پرې راځي او موږ يې وس نه لرو نو مهرباني وكړئ يو لوى پاكټ راواستوئ.

ګرانه اورېدونكيه! له موږ سره د دغې ارزښتناكې همكارۍ په اړه ستا له مهربانۍ څخه خورا زياته مننه كوو، لوى پاكټ خو نه شته، او آن كه وي هم پر تاسې به بيا هم د كتاب د رالېږلو لګښت راځي، نو موږ له تاسې څخه زياته مننه كوو. عبد الكبير محمدي بيا زياته كړې: د آريانا كلب څانګه، د ځوانانو د لوبو كلب، د امام نسائي ښوونځى، د كلب مشر محمد عارف عرفان او مرستيال يې زه عبد الكبير محمدي يم، له ماسره ملګري هر يو: حبيب الله، فضل واحد، اصيل محمد، عبيد الله صديق، علي خان، سردار ګل، ميراغا، شيرين اغا، علي محمد، جليل، ضياء الرحمن، عطاء الرحمن، صفت الله، محمد شاه، عبد الرحمن، جليل الرحمن، بسم الله، عابد الله او محمد نور ټول د چين بين المللي راډيو پښتو څانګې كاركونكيو په تېره بيا د پښتو هېندارې تنظيموونكې ډلګۍ ته سلامونه وايي. دوى بيا ليكي: ستاسې پروګرامونه په غور سره اورو او دستاينې وړ دي، او د پښتو هېنداره بيا ډېره په زړه پورې ده.

عمران – غوټۍ اورېدونكي عبد الكبير محمد د هوښيار واكمن تر سر ليك لاندې يوه كيسه هم رالېږلې او وايي: له يو سړي نه غلا وشوه، نو لاړ او واكمن ته يې په شكايت وويل: بې وزلى سړى يم، لوټ شوم، كوم ظالم رانه غلا كړې او هر څه يې وړي دي. واكمن ترې وپوښتل كه په چا دې شك راځي نو راته ويې ښيه، سړي ورته د پنځو شپږو تنو نومونه په ګوته كړل. واكمن هم د خپلو پوليسو مشر ته د دغو ټولو كسانو د نيولو امر وكړ. د پوليسو مشر همداسې وكړل، شكمن كسان يې ونيول او لاس تړلي يې واكمن ته راوستل. واكمن هم له دوى څخه د غلا د تور د ثبوت لپاره ډېرې پوښتنې ګروېږنې وكړې، خو كومې نتيجې ته ونه رسېد. وروسته يې د شكمنو كسانو له شمېر سره سم لښتې راوغوښتې او پرې چف يې كړ، بيا يې هر سړي ته يوه يوه لښته وركړه او د پوليسو مشر ته يې د هغوى په مخ كې وويل چې دوى بوځه او هر يو په بېله بېله كوټه كې بند كړه، سهار بيا ټول ماته راوله، هر څوك چې په كې غل وي لښته به يې دوه ګوتې اوږده شي او موږ به يې وپېژنو. د واكمن خبره چې دوى ټولو واورېده، نو غله له ځان سره وويل چې دا خو به زه سبا ونيول شم، نو د شپې يې خپله لښته دوه ګوتې پرې او لنډه كړه په دې باور چې سبا يې له نورو لښتو سره اوږدوالى برابر وي. د پوليسو مشر هم په ټاكلي وخت شكمن كسان واكمن ته راوستل، واكمن ټولې لښتې سره اندازه كړې، او ويې كتل چې د يو كس لښته دوه ګوتې لنډه وه، واكمن وخندل او غله ته يې وويل چې په خپله دې ځان غل ثابت كړ، ورځه او په بيړه د دغه بې وزلي سړي مال راوړه. هوښيار واكمن څومره په آسانه توګه غل ونيواو غلا شوى مال يې بېرته خپل څښتن ته وروسپاره، په رښتيا هم د اورېدونكي عبد الكبير محمدي له خوا په رالېږل شوې كيسه كې د يوې هوښيارې پركړې په زړه پورې پيغام نغښتى دى.

غوټۍ – دغه ليك د بلوچستان له ژوب څخه ملك محمد شريف خان شيراني را لېږلى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه ستاسو زوړ او پخوانى اورېدونكى يم خو د لومړي ځل لپاره ليك درلېږم، ستاسو خپرونې ډېرې معلوماتي او په زړه پورې دي، زه نور وړانديزونه لرم چې په بل ليك كې به يې په تفصيل سره درته وليكم، هيلمن يم چې دغه لومړى ليك راته خپور كړئ. ښاغلى شيراني د خپل ليك په دوام زياتوي: زه د اورېدونكيو كلب لرم چې نوم يې (نيو برايټ وې لسنرز New Bright Way Listeners) كلب دى، زما د كلب لومړى مقصد د خلكو تر منځ د سي آر آى را ډيو د پېژندنې او منلو لپاره كار كول دي، او دغه راز موږ غواړو خپلو زده كړو، ادبي او تفريحي ژوند ته پرمختګ وركړو. نوموړى بيا غوښتنه كوي: ماته پښتو هېنداره، ستاسو عكسونه او نور خپرنيز توكي راواستوئ، بيا وايي: كه زما لومړى ليك خپور شو، نو خپل قلمي اړيكي به لا نور ټينګ كړم نو سترګې په لار يم چې ناهيلى نه شم. محترم شيراني صاحب، ستاسې لومړى ليك مو دا دى خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي، هېڅكله مه ناهيلي كېږئ، موږ به هر وخت ستاسې لا نورو ليكونو او وړانديزنو ته سترګې په لار وو.

عمران – غوټۍ بيا دپروګرام وروستيو شېبو ته ورلنډ شوي يوو، نو يو ځل بيا به د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي. په صوبه سرحد كې له مانسهرې څخه عابد فاروقي او ملګرو يې، د هريپور له شلم شمېره كمپ څخه سيد آغا، امان الله، كامل خان، منير احمد، محمد منير، غلام محمد، عبد القدير، محمد طارق، محمد آغا، سيد رحمن، محمد عيسى، نقيب الله، عنايت الله، نور آغا، ضياء الرحمن، فاروق، ميرويس، عبد الباقي، محمد طارق، هدايت الله، فضل هادي، ولي خان، سردار ګل، شريف قلميار، ګل رحمن، امير الله او مختار چې دوى ټول د باختر كلب غړي او د څلورم ټولګي زده كوونكي دي بېل بېل ليكونه را استولي دي.

غوټۍ – د سندرې برخې ته له رسېدو مخكې به دغه دوه ليكونه راواخلم چې په مانسهره كې د طارق الله همدرد له خوا رارسېدلي دي، ده له سلامونو وروسته د نري رنځ په اړه د معلوماتو او دغه راز د پاكټونو، مجلو او مطبوعاتو د ورلېږلو غوښتنه كړې، او وايي زما نورو ملګرو ته منظرې، د پښتو هېندارې نوې ګڼې او ډېر ډېر پاكټونه را لېږئ، ماته هم دغه شيان راولېږئ، كه مو راولېږل نو زما به ستاسو له خپرونې سره مينه نوره هم زياته شي. عمران صاحب اوس نو دپروګرام وروستۍ شېبې دي، د موسيقۍ برخې ته دې كومه سندره غوره كړې ده؟

عمران – غوټۍ همدغه اورېدونكي طارق الله همدرد د خوږ غږې سندر غاړې ګلنار بېګم د (شيرين جانان مې كراچۍ ته روانېږي) سندرې خپرولو سپارښتنه كړې، دغه سندره له موږ سره نه شته خو بيا به هم د ګلنار بېګم په غږ دغه ښكلې سندره واورو.

(په موږه ګرانه ستړى مشې) د ګلنار بېګم په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.