<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-13 17:48:10    
د جوانګ قوم د سندرو کلتور ته لنډه کتنه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم ! لومړی به تاسو ته د چين د جوانګ قوم يوه ځانګړی سندره درواوروو !

( اواز ١ )

درنو اوريدونکو ! دغه سندره چې همداوس تاسو واوريدله ، د جوانګ قوم په ګه شيو کی ثبت شوې ده . ګه شيو په چينی ژبه کی د سندرو د سيالۍ معنی لری چې د چين د جنوب لوېديځ د ګوانګ شی د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کی يو ځانګړی او عنعنوی فلکلوری فعاليت دی . په ګه شيو کی وګړی غرنی سندرې وايی او تر څنګ يی نور رنګا رنګ فعاليتونه هم ترسره کوی . اوس به مونږ ستاسو سره يو ځای له نژدی څخه د جوانګ قوم ګه شيو وګورو !

د دغې خپلواکې سيمې د وومينګ ولسوالی د جوانګ قوم د کلتور يوه سرچينه ده . زمونږ خبريال د دغې ولسوالی په يوه ميدان کی ليدلی چې په لس ګونو ځوانانو د ښکليو ملی جامو په اغوستلو سره په ډله ايزه توګه غرنی سندرې ويلې او له غږونو څخه يی دغه ميدان ډک کړی وو .

ولی د جوانګ قوم د وګړو دومره زيات کسان د سندرو په ويلو کی لوی لاسونه لری ؟ په دغه ولسوالی کی يو بزګر ښاغلی سو شيان چينګ زمونږ خبريال ته وويل :

(اواز )

د جوانګ قوم وګړی هره ورځ سخت جسمی کارونه ترسره کوی نو له همدې امله هغوی د سندرو ويلو له لارې خپلې ستړتياوې ليری کوی او نيکې هېلې څرګندوی . همدا شان ځوانان د سندرو په وسيله مينه پيدا کوی . حتی ماشومان هم د سندرو له لاری خپل احساس څرګندولی

شی .

هر کال له مارچ څخه تر جون پوری د وو مينګ په ولسوالی کی د سندرو زياتې سيالۍ يعنی ګه شيو جوړيږی . خو ولی يوازی په دغه ځانګړی موده کی دغه فعاليتونه ترسره کيږی ؟ په دغه ولسوالی کی ښاغلی مونګ شوی چې د سندرو پاچا ګڼل کيږی ، زمونږ خبريال ته وويل :

هرکال د جون له مياشتې وروسته ځايی خلک له پټيو څخه واښه ليری کوی او د سندرو ويلو وخت نه لری . له منی وروسته داسی فعاليتونه يو ځل بيا پيل کيږی چې هر کال همداسی وی .

برسيره پردی د جوانګ قوم وګړی په خپلو کورونو کی د خوشحاليو رنګارنګ فعاليتونه ترسره کوی د بېلګې په توګه د خپلو خپلوانو او دوستانو په وياړ خوندوره ډوډۍ او خوراکونه جوړوی . په دی اړه ښاغلی سو شيان چينګ زمونږ خبريال ته وويل :

(اواز )

زمونږ د ملی دودونو له مخی د سندرو سيالۍ د تر سره کولو په موده کی هر کور پنځه رنګه وريجی پخوی او نور خوندور خوراکونه هم چمتو کوی . تراوسه زمونږ قوم لاهم دغه دود ښه ساتی .

اوس د دغه قوم د ژوند سويه لوړه شوې ده نو د سندرو په سيالۍ کی د ګډون کوونکو شمير زيات شوي دي . د خوشحالۍ خبره دا ده چې ځايی حکومت هم دغه فعاليت ته په درنه سترګه ګوری . ښاغلی سو وويل :

(اواز )

پخوا مونږ بزګرانو پخپله داسی فعاليتونه ترسره کول او پيمانه يی لويه نه وه خو اوس د سندرو ويلو ميدانونه ټول د حکومت له خوا جوړيږی او زيات مسافرين يی

راجلب کړي او راجلبوی يی .

په دې وروستيو کلونو کی نه يوازی ځايی خلک بلکې د هېواد له بيلابيلو ځايونو څخه مسافرين د سندرو سيالۍ د کتلو لپاره دلته راځی .

( موسيقی )

ګرانو اوريدونکو ! د پرواګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته رسيږی که تاسی غواړی له نژدی څخه د جوانګ قوم د سندرو ويلو بازارونه وګوری او په زړه پوری سندری واوری ، د جوانګ قوم کورونو ته مو هرکلی کوو ! زمونږ پيروزينی ومنۍ او ستاسی له غوږ نيولو مننه کوو!