د سينهوااژانس د خبر له مخې د افغانستان چارواکو د جولای په ديارلسمه نېټه ددې خبر پخلی وکړ چې په افغانستان کې ايتلافي ځواکونو او حکومتي پوځيانو د جولای په دوولسمه نېټه په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه چې په پايله کې يې لږ تر لږه نولس تنه طالب جنګيالي ووژل شول ٠ نوموړو چارواکو وويل په همدې ورځ وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې پر ايتلافي او حکومتي ځواکونو باندې بريد وکړ چې په جګړه کې اوه تنه طالب جنګيالي وژل شوي او ورپسي ايتلافي او حکومتي ځواکونو پر تښتيدلو وسله والو طالبانو باندې بمباري وکړه چې له دې امله يې دوولس تنه نور وسله وال طالبان وژلي دي
|