<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-19 16:33:04    
پرويز مشرف د پاکستان او هند تر منځ د خبرو اترو بهير د ژر بيا پيل کيدو غوښتنه وکړه

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د جولای په اتلسمه نېټه په اسلام أباد کې د ده هېواد او هند تر منځ د خبرو اترو بهير د ژر تر ژره بيا پيل کيدو غوښتنه وکړه .

نوموړي دغه څرګندونې په همدې ورځ د پاکستان د امنيتي کمېټی په غونډه کې وکړې . هغه وويل او د هند د ممبی له چاودنو سره د ده د هېواد او هند تر منځ د سوله ايزو خبرو اترو يو ځای کول د ترهګرانو په ګټه دی . د سوله ايزو خبرو اترو د ځنډولو په هکله هره پرېکړه سمه نه ده . پاکستان او هند بايد د دواړو هېوادونو تر منځ د دايمی سولی د جوړولو په چارو کې د ترهګرانو د ويجاړی مخه ونيسي .

ولسمشر پرويز مشرف يو ځل بيا وويل پاکستان غواړی په ممبی کې د چاودنو د څيړنی په هکله له هند سره همکارۍ وکړي . له اړوندو معلوماتو څخه د دواړو هېوادونو ګټه اخيستنه د چاودنو پېښی د څيړنې لپاره ډېر ارزښت لری .