<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-20 18:23:34    
د هواشی سيند تر څنګ د بويی قوم د وګړو نوی ژوند

cri

د بويی قوم په عمده توګه د چين په جنوب لوېديځ د ګوی جو ، يون نان او سی چوان ولايتونو کی ژوند کوی چې نفوس يی څه ناڅه دری مليونه تنه دی او پخوا په عمده توګه د ګرهڼې په کارونو بوخت وو . په نژدې کلونو کی هغوی د توريزم له چارو او د کورنيو څارويو د ساتلو او محصولاتو څخه ګټې اخيستی او خپل ژوند ته يی ښه والی ورکړی دی . اوس به مونږ ستاسی سره يوځای د بو يی قوم يوه عام کلی يعنی د شانګ شوی کلی ته ولاړ شو او له نژدی څخه به د دوی نوی ژوند وګورو !

( موسيقی )

د شانګ شوی کلی د ګوی جو ولايت يو معمولی کلی دی چې موټر له مرکز ګوی يانګ ښار څخه د ١٥ دقيقو منزل وروسته رسيدای شی . په دغه کلی کی د هوا شی په نامه يو ښکلی سيند شته او د دغې سيمې نوم هم له همدې سيند څخه اخيستل شوی دی . د دغه سيند ترڅنګ د تفريح يو ميدان شته چې پکی چوترې ، ډبرين ميزونه او څوکۍ او ګڼی ونې ليدل کيږی . کله چې زمونږ خبريال دغه ميدان ته رسيږی ، د دغه کلی ځينی عامې ښځې د خپلو مېلمنو لپاره نڅا کوی . هغوی زمونږ خبريال ته وويل :

( اواز )

مونږ يوازی هغه نڅاوې کوو چې مونږ پخپله جوړې کړې او پروګرامونه مو د ميلمنو ډير خوښ دی .

دغه ميدان په تير کال کی د ځايی خلکو له خوا د څه دپاسه يو لک يونو په اچولو سره جوړ شوی و او اوس د ځايی خلکو د چکر او ورزش کولو يو ډير غوره ځای ګرځيدلی .

د سيند په ليری برخه کی يو شمير هيلۍ د لامبو په حال کی ليدل کيږی او ځينی سيلانيان د سيند په غاړه کبان نيسی . که د هواشی له دغه کلی څخه تير شی نو د کلی تر شا غرونه ليدل کيږی . زمونږ د خبريال ملګری د هواشی سيمې د کليوالو چارو چارواکی ښاغلی جانګ جون فا وويل :

د شانګ شی کلی نه يوازی ښکلی چاپيريال لری بلکې د بويی قوم څرګند قومی ځانګړيتوب هم ترې ښکاری چې سيلانيان يی دلته په اسانه توګه احساسولی شی .

د يو بزګر د کور مخې ته د بويی قوم دری ښکليو نجونو د مېلمنو د هرکلی لپاره په زړه پوری سندرې ويلې . نوموړی چارواکی وويل چې دغه کورنی د سيلانيانو لپاره سفری خدمتونه برابروی او هغوی هرکال تری څه ناڅه څلويښت زره يونه ترلاسه کولی شی .

دغه کور نوی تزئين شوی دی او پکی رنګه تېلېويزيون ، ويديو ، د نڅاوو لپاره سالون او د بيليارد ميز ليدل کيږی . د دغه کور څښتنې خبريال ته وويل :

( اواز )

هر کال په پسرلی کی ميلمانه زيات وی . له ښارونو څخه راغلی سيلانيان دلته د بزګرانو ځانګړی خوراکونه ، تازه سابه او مېوې خوړلی شی . دلته هوا هم ښه ده او سيلانيان پخپله انار ، مالتې او انګور اخيستلی شی .

دغه کلی ښاری سيمې ته نژدی دی او دلته ځمکې ډيرې خاصلخيزې دی نو کليوال په پلاستيکی څپرونو کی سابه روزی . د شميرنې له مخی ، په ٢٠٠٥ کال کی د هر کليوال عايدات د وړم کال په نسبت ١٢٠٠ يونه زيات شوی و . په دی اړه ښاغلی جانګ جون فا وويل :

(اواز )

په دی وروستيو کلونو کی د بويی قوم دغه کلی ښه أباد او سمسور شوی او دلته د خلکو د ژوند سويه د سيمې له منځنی سويې څخه لوړه شوې ده .

له دغه کلی څخه د خبريال د خوځيدو مخکی ، ښاغلی جانګ زياته کړه په راتلونکی کی به ځايی حکومت د شانګ شوی کلی په شمول د ملی لږکيو کليو د ځانګړی اقتصاد د هڅولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسی . په همدی وخت کی هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د ځايی خلکو د ژوند سويې د لوړولو په همدی وخت کی به د طبعيی چاپيريال ساتنې ته هم پام وشی .

( موسيقی )

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيدله او ستاسی له غوږ نيولو څخه مننه کوو !