د جولای په لومړی نېټه ، د چين له جينګ های ولايت څخه تر تبت پوری يوه اوسپنيزه لار جوړه شوه چې په نړۍ کی يی د سمندر له سطحې څخه لوړوالی تر ټولو نه زيات دی . په تبت کی دغه لومړی اوسپنيزې لارې د تبت د دوو مليونو ځايی خلکو لپاره نه يوازی ترانسپورټی اسانتياوې او ارزان محصولات برابر کړی بلکې د فکر او ژوند په ساحو کی يی مثبت بدلونونه رامنځ ته کړی دی .
اويا کلن ښاغلی دورجی وانګ دراک د تبت په شمالی برخه کی يو شپون دی او د کورنۍ د غړو شمير يی اوه تنه دی . پخوا هغوی يوازی له شپون توب څخه ګټه اخيستله . په ٢٠٠٣ کال کی يو شمير کارکوونکی د اوسپنيزې لارې د جوړولو لپاره د ده د کور ترڅنګ ځايونو ته ورغلی وو . هوښيار ښاغلی دورجی د دوی له لاری د سوداګری فرصت پيدا کړ .
د دغې اوسپنيزې لارې د جوړولو په وخت کی می د کارکوونکو مرکز ترڅنګ د خوراکونو پلورلو يو وړوکی دکان جوړ کړ او تيرکال می تری دری زره يونه ګټې واخيستلې .
برسيره پردی ښاغلی دورجی او کورنی يی د ځايی اوسپنيزې لارې په ساتونکی ډله کی ګډون کړي دي او له دې لارې هم يوه اندازه پيسې ترلاسه کولی شی . په تيرکال کی د دوی د کورنيو څارويو د نه زياتوالی سره سره د دوی عايدات دوه برابره زيات شوی دی چې له لس زرو يونو څخه اوښتی دی .
ښاغلی لويول سانګ شی چې اوس د لاسا پوهنتون د اطلاعاتو په څانګه کی درس لولی ، هم د يادې شوې اوسپنيزې لارې د پرانيستلو له امله ډير خوشحاله دی . پخوا په تبت کی د وروسته پاتی ترانسپورټ له امله د تبت او د هېواد د نورو برخو د محصلينو ترمنځ تګ راتګ ډير کم و . خو د دغې اوسپنيزې لارې له پرانيستلو وروسته ښاغلی لويول چې د لاسا پوهنتون د محصلينو په ټولنه کی هم دنده لری ، د نورو پوهنتونونو له زده کوونکو سره د د تګ راتګ او علمی تبادلې لپاره کوشش کوی . هغه وويل :
مونږ ډير خوشحاله يو چې د دغې اوسپنيزې لارې په وسيله د نورو پوهنتونونو محصلين او کارپوهان د علمی تبادلې او درس راکولو لپاره تبت ته راتلی شی چې مونږ تری ګټه واخلو .
د تبت د ټولنيزو علومو د اکاډمی د اقتصاد د انستيتيوټ د مرستيال وانګ دای يوان په نظر د اوسپنيزې لار په بشپړولو سره تبتی کلتور د چين او حتی د نړۍ خلکو ته وړاندی کولی شی او ښايی د تبت د خلکو د ژوندبڼه هم بدله کړي .
د دغې اوسپنيزې لارې پرانيستنې په تبت کی د سل ګونو کلونو کلتوری بند مات کړی دی نو دتبت او نورو قومونو د کلتورونو ترمنځ به تبادله او حتی د قومونو ګډوالی رامنځ ته شی . د تبت او نورو برخو د خلکو تګ راتګ په زياتوالی سره بهرنی افکار ښايی د تبت پر عنعنوی ټولنيز شکل باندی چې د مذهب په مرکز دی ، اغېزه واچوی .
ښاغلی وانګ دې ته هم اشاره وکړه چې اوس هره ورځ څلور اورکاډی او يوه الوتکه څه ناڅه پنځه زره سيلانيان تبت ته رسوی چې د پخوا په نسبت دوه برابره زيات شوی دی . نو په تبت کی د تاريخی اثارو ساتنه د خلکو د پام وړ مسئله ګرځيدلی ده .
ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيدله . ستاسی له غوږ نيولو څخه مننه کوم !