<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-01 11:12:12    
ناتو بلاک د افغانستان په جنوب کښی د امنيت ساتنې دنده په غاړه واخيسته

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د ناتو بلاک په مشرۍ امنيت ساتونکی او مرستندويه نړيوال پوځ د جولای په ٣١ نېټه په رسمی توګه د افغانستان په شپږو جنوبی ولايتونو کښی د امريکا په مشرۍ د ګډ پوځ په ځای د پوځی قوماندانۍ واک ترلاسه کړ او له دې څخه څرګنديږی چې د ناتو بلاک پوځ به په دغه هېواد کښی د لومړی ځل لپاره د مځکنی جګړې دنده ترسره کړی٠

په ٢٠٠١ کال کښی د طالبانو د حکومت له راپرځيدو نه وروسته په دغه هېواد کښی دوه څو هيواديز پوځونه ميشت شول٠ يو يې د امريکا په مشرۍ ګډ پوځ دی او په عمده توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې دنده په غاړه لری؛ بل يې د ناتو بلاک په مشرۍ امنيت ساتونکی او مرستندويه نړيوال پوځ دی چې د ملګرو ملتونو په منظورۍ افغانستان ته ورليږل شوی او عمده دنده يې په کابل او د افغانستان د لويديځ او شمال په ١٣ ولايتونو کښی د سولې ساتل دی٠ د پوځی قوماندانۍ د واک د ليږديدو نه وروسته به د ناتو بلاک پوځ د افغانستان له ختيځې سيمې څخه پرته چې هلته د امريکا په مشرۍ د ګډ پوځ لخوا سوله ساتل کيږی، د نورو ټولو سيمو د امنيت د ساتلو دنده په غاړه واخلی ٠ د روان کال په وروستيو کښی به د ناتو بلاک پوځ د امنيت ساتلو دنده د افغانستان ختيځو ولايتونو ته هم پراخه کړی ترڅو په دغه ټول هېواد کښی د امنيت ساتلو دنده اجراء کړی٠

د امريکا په مشرۍ د ګډ پوځ قوماندان کارل ايکينبيری د جولای په ٣١ نېټه په قندهارکښی د پوځی قوماندانۍ د واک د ليږدولو په مراسمو کښی وويل : د افغانستان د جنوبی ولايتونو د امنيت په ساتنه کښی د ناتو بلاک ګډون د دغه هېواد د سولې او ثبات لپاره ګټور دی٠ خو د څيړونکو په أند د پوځی قوماندانۍ د واک له ليږدولو نه وروسته به د ناتو بلاک لومړی مهمه دنده د افغانستان د جنوبی سيمو د حالاتو أرامول وی، څرنګه چې هلته د طالبانو پاتی شوی ځواکونه سخت بريدونه او فعاليتونه کوی، نو د ناتو بلاک پوځ به له سختې ننګونې سره مخامخ شی٠

د روان کال له مۍ راهيسی د افغانستان په دننه او په تيره بيا په جنوبی سيمو کښی ډير سختې وسله والې جګړې شوي او له امله يې څو سوه تنه مړه شويدی٠ د نامکملې شميرنې له مخی د جولای تر ٢٧ نېټې پوری دوه سوه او شپيته تنه امريکايی سرتيری د افغانستان د بېلا بېلو سيمو په نښتو کښی مړه شويدی٠ په راتلونکی وخت کښی به د ناتو بلاک پوځ نه يوازی د طالبانو له ګواښ سره مخامخ شی، بلکې د نشه يی توکيو له قاچاق کوونکو ډلو سره به هم مبارزه وکړی٠

د ناتو بلاک سرمنشی جاپ دی هوپ شيفير په دی وروستيو ورځو کښی له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کښی له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان له بيا أبادۍ سره لا زياتې مرستې وکړې ترڅو د طالبانو د بيا راژوندی کيدو مخه ونيول شی ٠ هغه دا خبره تائيده کړه : دا چې أيا د ترهګرې په ضد مبارزه کښی برياليتوبونه ترلاسه کيدای شی که نه ، د سيمه ايزو خلکو له ملاتړ سره اړيکی لری ٠ هغه څرګنده کړه چې د ناتو بلاک پوځ به د افغانستان د جنوبې سيمې په بېلا بېلو ځايونو کښی څو کمپونه جوړ کړی او د طالبانو د وسله والو کسانو د ځپلو تر څنګ به د سيمه ايزې بيا أبادۍ او د اوسيدونکو د کارونو لپاره له امنيت څخه ډک ګټور چاپيريال رامنځ ته کړی٠ په افغانستان کښی د ناتو بلاک د امنيت ساتونکی او مرستندويه پوځ ستر قوماندان تورن جنرال داويد ريچاردس هم وويل : د ناتو ځواکونه به د ترهګريزو ځواکونو د ځپلو په وخت کښی له سيمه ايزو ارګانونو سره د خپلو سيمو د بيا أبادۍ او پرمختګ د پلان په هکله مشورې وکړی٠ دغه راز څرنګه چې د افغانستان جنوبی ولايتونه د نشه يی توکيو عمده توليدوونکی سيمه هم ده ، نو که ناتو بلاک د سيمه ايزو اوسيدونکو د کارونو او د سيمه ايز اقتصادی چاپيريال د بدولو لپاره رول ولوبوی، نو په اغيزمنه توګه به د طالبانو د ترهګريزو ځواکونو د موجوديت بنسټ ويجاړ کړی٠

د څيړونکو په أند، که څه هم د افغانستان امنيتی حالات به د پوځی قوماندانۍ د واک له انتقالولو نه وروسته سمدلاسه ښه نشی ، خو د ناتو بلاک لخوا د پوځی قوماندانۍ د واک ترلاسه کول به هرومرو د افغانستان پر راتلونکی امنيت او بيا أبادۍ باندی اغيزه وکړی ٠ نړيوال هيله لری چې دغه اغيزه به د افغانستان د بيا أبادۍ د بهير او سيمه ايز ثبات لپاره ګټور وی ٠