<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-03 19:04:44    
د نو قوم د وګړو ژوند

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم !

د نو قوم د چين له هغو ملی لږکيو څخه شميرل کيږی چې د وګړو شمير يی ډير کم دی او په عمده توګه د هېواد د جنوب لوېديځ په يون نان ولايت کی د نو سيند په غاړو ژوند کوی . دلته هرې خوا ته جګ غرونه ليدل کيږی او ترانسپورټ ډير وروسته پاتی دی نو د اوږدې مودې راهيسی د نو قوم اقتصادی او ټولنيز پرمختګ هم نسبتأ وروسته پاتی وو . خو اوس د نو قوم وګړی د ځايی حکومت په مرستو سره په خپلو کورونو کی سيلانی خدمتونه ترسره کوي او ګټې تری اخلی . د پروګرام په دغه کړۍ کی به مونږ له تاسو سره يوځای د نو قوم يو کلی ته ولاړ شو او له نژدی څخه به يی ژوند و ګورو .

( موسيقی )

د يون نان ولايت له مرکز کون مينګ ښار څخه زمونږ خبريال د موټر په وسيله له يوولس ساعته منزل وروسته د ګونګ شان په نامه يوې ولسوالی ته تللی او د يو بل ساعت له لارې وهلو وروسته د نو قوم هغه کلی ته ورسيد چې د جيا شنګ کلی نوميږی . له ليری څخه ګوری چې دغه غرنی کلی په ونو کی پټ دی . په دغه کلی کی د سړک په دوو غاړو کی نوی کورونه جوړ شوی او له دوی څخه ولسی سندرې تر غوږونو کيږی .

ښاغلی ليوهای يانګ په دغه کلی کی اوسيږی او کله چې زمونږ خبريال د هغه کورته ننه وځی ، هغه مېلمنو ته د يوې مېلمستيا په چمتو کولو بوخت دی . د ده په کور کی رنګه تېليويزيون ، يخ چال او نور برقی سامان الات ليدل کيږی چې د پخوانۍ

وروسته پاتی بڼه يې نه درلوده . ښاغلی ليو زمونږ خبريال ته وويل :

(اواز)

پخوا زما کورنۍ ډيره بې وزلې وه او يوازی د کورنيو څارويو په اړه د محصولاتو د پلورلو په اتکا مو ژوند کاوه . خو زما په کور کی د سيلانی د خدمتونو له ترسره کولو وروسته زمونږ ژوند ورځ په ورځ ښه شوی دی .

شپږ کاله دمخه ، د ځايی خلکو د بی وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ځايی حکومت وغوښتل چې د نو سيند د سيمې له ځانګړو ښيګڼو څخه استفاده وکړي او ځايی کليوالان د سيلانی خدمتونو د ترسره کولو لپاره وهڅوی . د دغې تګلارې په رڼا کی ښاغلی ليو له خپلوانو او دوستانو څخه د پورونو په اخيستلو سره نوی کوټې جوړې کړې او په خپل کور کی يی سيلانيان ومنل . له ښارونو څخه راغلی سيلانيان د ځايی ځانګړو ډوډيو د خوړلو او د نو قوم ولسی سندرو د اوريدلو لپاره دغه ځای ته ورځی .

د ښاغلی ليو د کور ترڅنګ د أغلی کای چو کور دی چې لا لوی او ښکلی دی .

٢٣ کلنه اغلی کای چو په ٢٠٠٠ کال کی په کليوالې سيلانۍ پيل وکړ . هغې زمونږ خبريال ته وويل چې داسی سيلانی خدمت نه يوازی خپلو کورنيو ته ګټې رسوي بلکې د نو قوم د کلتور د خپرونې او ساتنې لپاره هم ګټور دی .

( موسيقی )

کای چو زياته کړه چې سيلانيانو ته د ځانګړی ځايی ډوډۍ د برابرولو نه پرته هغه کله کله له خپلو خويندو سره د نو قوم نڅاوې وړاندی کوی . اوس د نو قوم ځانګړی کلتور ځان ته د سيلانيانو لازيات پام راجلب کړی دی . هغې وويل :

(اواز )

که په راتلونکی کی سيلانيان لازيات وی ، زه غواړم چې يوه هنری ډله جوړه کړم او مونږ به ډيرې ګټې هم تری ترلاسه کړای شو . دوهم ، د نوم قوم ځانګړتياو لرونکی کوټې به جوړې کړم . برسيره پردی ، مونږ به سيلانيانو ته أشپزخانه او سابه برابر کړو څو چې دوی دلته پخپله ډوډۍ پخولی او د نو قوم د وګړو عام ژوند احساسولی شی .

د أغلی کای چو په کور کی له کون مينګ ښار څخه راغلی سيلانۍ أغلی چنګ فن وويل :

( اواز )

د هېواد له بيلابيلو ځايونو نه راغلی سيلانيان د داسی سيلانۍ له لارې د نو قوم ځانګړی دودونه او عام ژوند کتلی شی . دغه راز لازيات کسان به په دې پوه شی چې د يون نان په ګوښه ځای کی يو داسی ملی لږکی هم ژوند کوی .

ګرانو اوريدونکو ! که تاسی فرصت ولری نو د نو قوم د وګړو په کورونو کی مېلمه شی او پخپله د داسی ځانګړی ځای سيل وکړي . په خير او سلام !