د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند د اګست په دريمه نېټه وويل په همدې ورځ د غرمې وروسته د کندهار ولايت په يو بازار کی يوه ځانمرګی بمی چاودنه وشوه چې له امله يی يوويشت تنه مړه او ديارلس تنه ټپيان شول.
دا په تېرو دوو ورځو کی په افغانستان کی دوهمه چاودنه ده.
د يو بل خبر له مخې، په افغانستان کی ميشتو ګډو ځواکونو په همدې ورځ په يوه مطبوعاتی اعلاميه کی وويل د همدې نيټې په سهار د نړيوالو امنيتی مرستندويه ځواک يو موټر چې پکی د کانادا دوه سرتيری وو، د کندهار په ولايت کی له بمی چاودنې سره مخامخ شو چې په پايله کی يی يو تن مړ او يو بل تن ټپی شو.